-
په ننګرهار ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
Jul 01, 2023 11:58د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي صدیق الله قریشي وایي، چې د لوی اختر په درې ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله، په ننګرهار کې 170 تنه ټپیان، د دې ولایت بېلابېلو روغتونونو ته د درملنې په موخه لیږدول شوي، چې له امله یې دوه تنو خپل ژوند بایللی دی.
-
د هیلې رڼا ۲۴
Jul 01, 2023 08:52حضرت امام علی ع په دې اړه فرمایی زمونږ غایب امام به دوه غیبتونه ولری چی یو به یې له بل اوږد وی . د هغه د غیبت په دوران کی یوازې هغه کسان د هغو د امامات په باور کی پایداره پاتی کیږی چی کامل معرفت او پوخ یقین ولرلې شي
-
په افغانستان کې د نورو هیوادونو په ضد هیڅ ډول وسلواله ډله فعاله نه ده
Jul 01, 2023 09:36طالبان نورو هیوادونو ته د تاوان درسولو لپاره ددغه هیواد له خاورې داستفادې لپاره هیڅ یوه هیواد ته اجازت نه ورکوي. په دې اړه دمونږ اقدامات د امریکا پشمول د هیڅ یوه هیواد څخه دغوښتنې یا ملاتړ په دلیل نه دي.
-
ملګری ملتونه په افغانستان کې د قدرتونو د ګټو تامینونکي دي
Jul 01, 2023 09:01ډیری کارپيژاندي په دې اند دي چې ملګري ملتونه د افغانستان د بحران په باب دقدرتمندو هیوادونو د ګټې تامینوي.
-
نړۍ دې دافغانستان له طالبانو سره تعامل ولري
Jul 01, 2023 08:32د پاکستان د خارجه وزارت قایمقام اسد مجید خان ټوکیو ته پخپل وروستي رسمي سفر کې ووئيل، د افغانستان له مقوقتي واکوالانو سره د نړیوالې ټولنې تعامل ددغه هیواد له مشکلاتو سره دمرستې لپاره سمه لاره چاره کیدلی شي.
-
د ځینو لویدیځو هیوادونو له خوا د قرآن د سپکاوي مخالفت د اسلامي امت دنده ده
Jul 01, 2023 02:31د اسلامي ایران ولسمشر د قرآن کریم ساحت ته د ځینو لویدیځو هیوادونو له سپکاوي سره فعال مخالفت د ټول اسلامي امت دنده وبلله
-
کوپنهیګن کښې د ایران سفارت هم په سویډن کښې د قرآن سپکاوی وغنده
Jul 01, 2023 04:22په کوپن هیګن Copenhagen کښې د ایران سفارت پرون په یوې خبرپاڼې کښې په سویډن کښې د قرآن کریم د ساحت بې حرمتي چې د لوې اختر سره هممهاله وشوه، په کلکه وغندله.
-
د پاکستان طبیعي ګلیشیئرز په اوبه کیدو دي
Jul 01, 2023 04:17د موسمي بدلونونو په وجه په پاکستان کښې د طبیعي یخچالونو ویلې کیدل، د میلیونونو کسانو ژوند ګواښي.
-
هرات کښې کنګو تبه ګډه شوې ده
Jul 01, 2023 04:09په هرات کښې روغتیايي سرچینو په تیرو دوو میاشتو کښې د افغانستان په دغه ولایت کښې په کنګو تبې د ۳۶ کسانو اخته کیدل تایید کړل.
-
د ترکیې د پوله ساتو ځواکونو په ډزو کښې ۲ افغان کډوال مړه شوي دي
Jul 01, 2023 04:04دوه تنه افغان پناه غواړي چې له پوله ایز دیواله په اوړیدو سره یې د ترکیې خاورې ته د رسیدو هڅه کوله، د دغه هیواد د سرحدي ځواکونو د ډزو له امله ووژل شول.