د موسمي ناروغیو خپرېدو له امله ۱۰۰ کسان مړه شوي
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې افغانستان کې د ګرمۍ له زیاتېدو سره هممهاله، د محرقې او اسهالاتو ناروغیو له امله ۱۰۰ کسان مړه شوي دي.
د سلاموطندار د خبر له مخې، د یاد وزارت ویاند شرافتزمان امرخېل ویلي چې د وروستیو دوو میاشتو پرمهال د ګرمۍ له امله ۱۰۰زره کسان په اسهال ناروغۍ اخته شوي دي.
د یاد وزارت د چارواکو په وینا، دوی هڅه کوي، ترڅو په هېواد کې ناروغانو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
په ورته مهال کابل کې د ماشوم روغتیا «اندراګاندي» روغتون چارواکي هم وايي چې په تېره یوه میاشت کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې دي.
بلخوا د اندراګاندي روغتون یو ډاکټر عارف حسنزی له کورنیو غواړي چې خپل ماشومان واکسین او د مور پر شېدو تغذیه کړي.
د یادونې وړ ده چې روغتیايي خدمتونو ته د پام وړ نه لاسرسی او د هېوادوالو له لوري روغتیايي سپارښتونو ته نه پاملرنه، د موسمي ناروغیو د پراخېدو لامل کېږي.