کابل او ځینو نورو ولایتونو کښې زلزله راغلې
Aug 06, 2023 01:06 Asia/Kabul
د پلازمینې کابل په شمول د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کښې تیره شپه ۵.۸ ریکټره زلزله راغلې ده.
دا زلزله چې بیګا شاوخوا اته نیمې بجې محسوسه شوه،، د افغانستان د پلازمېنې ترڅنګ په ختیځو، سویل ختیځو او یو شمېر شمالي ولایتونو کښې محسوسه شوې ده.
د شفقنا خبري آژانس د خبر له مخې، د دې زلزلې مرکز په بدخشان ولایت کښې د ځمکې ۲۰۷ کیلومیټره دننه و چې کابل، ننګرهار، تخار او قندوز ولایتونه یې ولړزول.
تراوسه د زلزلې د احتمالي زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
یاده دې وي چې افغانستان شاوخوا یو کال وړاندې په پکتیکا او یو شمېر نورو سیمو کې سخته زلزله لرله، چې تر سلو زیات کسان پکې مړه شول.
ټیګونه