-
د کابل هوایي ډګر د پیښې په تړاو څو کسانو ونیوې شول
Feb 16, 2023 12:33د طالبانو مقاماتو وویل چې ترکیې ته د کابل له هوایي ډګره د کسانو د لېږدلو د اوازې په ارتباط یې یو شمېر کسان نیولې دي
-
د فلسطیني شهید د کور ورانولو ته د جهادِ اسلامي غورځنګ غبرګون
Feb 16, 2023 12:16صهیونیسټي پوځیانو نن سهار د نیواکي لویدیځې غاړې په الخلیل کښې د شهید محمد کامل الجعبري کور وچاودوه.
-
پاکستان کښې چاودنه شوې
Feb 16, 2023 12:00د پاکستان په پنجاب صوبه کښې په یو اورګاډي کښې د چاودنې له امله لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
-
پاکستان ځینې نور افغان کډوال آزاد کړل
Feb 16, 2023 09:52د پاکستان په کراچۍ ښار کښې د افغانستان کنسولګرۍ د دغه هیواد له جیلونو څخه د افغانستان د ۱۷۰ ښاریزو د خوشې کیدو خبر ورکړ
-
پاکستان کښې د سونګو بیه زیاته شوه
Feb 16, 2023 09:44د پاکستان حکومت د پیسو د نړیوالو صندوق IMF د تمهیداتو له مخې په دغه هیواد کښې د سونګو قیمت یوځل بیا زیات کړ
-
سوریې له زلزله ځپلو سره د ایران د مرستو قدرونه وکړه
Feb 16, 2023 09:15په تهران کښې د سوریې سفیر د سوریې له زلزله ځپلو خلکو څخه د ایران د حکومت او ولس د مرستو او ترڅنګ یې د اودریدو قدرونه او ستاینه وکړه
-
د ولس له لورې له انقلاب څخه بشپړه ملاتړ د سلوغی د دوویشتمې د لاریون پیغام و
Feb 15, 2023 14:15د اسلامي انقلاب معظم رهبر په تبریز کې د ولس سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چي د سلوغی د دوویشتمې نیټې په لاریون کې پراخ ولسي ګډون د اسلامي انقلاب څخه د بشپړه ملاتړ پیغام ورکړ.
-
مور او پلار يې ټپيان خو درې اولادونه یې مړه شول
Feb 15, 2023 13:43د افغانستان بدخشان ولایت راغستان ولسوالۍ په خونیلر سیمه کې تېره ورځ د واورې ښویېدو پېښه کې د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي او دوه نور ټپيان دي.
-
امیرخان متقي: په افغانستان کې هیڅ داسې ډله نشته چې نورو ته ګواښ پېښ کړي.
Feb 15, 2023 13:10د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي، افغانستان کې هیڅ داسې ډله نشته چې نورو ته ګواښ پېښ کړي او نور بهرني هېوادونه دې هم په افغانستان تورونه نه پوره کوي.
-
د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه
Feb 15, 2023 13:04د افغانستان کرکټ بورډ له متحده عربي اماراتو سره د درې شل اوریزو لوبو لپاره د راشد خان په لوبډله مشرۍ ۱۸ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې د روانې فبروري په ۱۶مه، ۱۸مه او ۱۹مه نېټه به له یاد هېواد سره لوبې وکړي.