سوریې له زلزله ځپلو سره د ایران د مرستو قدرونه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i128068-سوریې_له_زلزله_ځپلو_سره_د_ایران_د_مرستو_قدرونه_وکړه
په تهران کښې د سوریې سفیر د سوریې له زلزله ځپلو خلکو څخه د ایران د حکومت او ولس د مرستو او ترڅنګ یې د اودریدو قدرونه او ستاینه وکړه
(last modified 2023-02-16T04:51:56+00:00 )
Feb 16, 2023 09:15 Asia/Kabul
  • سوریې له زلزله ځپلو سره د ایران د مرستو قدرونه وکړه

په تهران کښې د سوریې سفیر د سوریې له زلزله ځپلو خلکو څخه د ایران د حکومت او ولس د مرستو او ترڅنګ یې د اودریدو قدرونه او ستاینه وکړه

د تیرې اونۍ په دوشنبې د سوریې په شمالي او د ترکیې په جنوبي سیمو کښې زورورې زلزلې د سر او مال سخت تاوانونه اړولې دي.

په دې لړ کښې د ایران اسلامي جمهوریت له زلزلې وروسته له زلزله ځپلو سره مرستې ته خپل چمتووالی اعلان کړ او سمدستي یې د انساني مرستو لیږل پیل کړل. د ایران د سرې میاشتې ټولنې هم د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره خپل امدادګران دغو هیوادونو ته لیږلې دي.

په هم دې لړ کښې ایسنا خبري آژانس خبر ورکړی چې په تهران کښې د سوریې سفیر شفیق دیوب وویل: ایران د تیر په څیر د سوریې د ولس ترڅنګ اودریده او خپلې مرستې یې سمدستي ورولیږلې.

هغه په دې خبرې سره چې اروپايي هیوادونو او امریکې د سوریې خلاف یواړخیزه او قهري محاصره لګولې ده، زیاته کړه: دا بندیزونه سبب شوي چې د خلکو د ژوند سویه او کیفیت اغیزمن شي او له خلک سره د حکومتونو په مرستو اغیزه وکړي.

تهران کښې د سوریې سفیر په دې خبرې سره چې سوریې ته د ایټالیا له خوا له دوو الوتکو پرته د امریکې او اروپایي اتحادیې له خوا هیڅ مرسته نه ده لیږدول شوې، وویل: مونږ غواړو چې دغه هیوادونه سیاسي چوکاټ پریږدي او انساني چلند وکړي او د سوریې له خلکو سره د مرستې لپاهر بندیزونه بیخي ختم کړي.