-
قرغیزستان نن د افغانستان په اړه د جوړېدونکې غونډې کوربه دی
Feb 14, 2024 07:58د افغانستان لپاره د منځنۍ آسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې د ځانګړو استازو ۵ مه غونډه نن د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې جوړېږي.
-
د حضرت امام حسین (ع) د زوکړې په مناسبت مبارکي ومنئ
Feb 13, 2024 12:56نن د سه شنبې ورځ د ۲۰۲۴ میلادي کال د فبرورۍ د میاشتې ۱۳مه او د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د شعبان د میاشتې درېیمه نېټه ده، چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت رسول اکرم (ص) د یوه ډېر ګران لسمي او د شهیدانو د سالار حضرت امام حسین (علیه السلام) د نېمکرغه زوکړې ورځ ګڼل کېږي.
-
د سمندري صنعت په برخه کې د نړۍ په لسو هېوادونو کې د ایران راتلل
Feb 13, 2024 12:13د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندرونو او لارو سازمان مدیر او مرستیال وزیر، د دې په بیان سره چې هر کال ۴۰ زره کښتۍ د ایران په بندرونو کې تګ راتګ کوي وویل: ایراني بېړۍ په دې برخه کې د نړۍ په لسو غوره هېوادونو څخه راځي.
-
په ساینس او ټکنالوژۍ کې د مېرمنو او نجونو ونډه اړینه ده
Feb 12, 2024 01:11اوچا یکشنبه د سلواغې پر ۲۲مه «په ساینس کې د ښځو او نجونو ونډې د نړیوالې ورځې» په مناسبت یو پیغام کې په ساینس، ټکنالوژۍ او نوښتونو کې د مېرمنو او نجونو په بشپړ ګډون ټينګار کړی دی.
-
نن د فبرورۍ ۱۱مه په علم کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ ده
Feb 11, 2024 04:09د ملګرو ملتونو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، که ښځې علم ته ډېر لاسرسی ولري، نو په څېړنو کې به تنوع رامنځته شي او په پایله کې به نوي لیدلوري او خلاقیت رامنځته شي.
-
له پاکستان څخه افغانستان ته استول شوي افغانان له تیاره برخلیک سره مخ دي
Feb 11, 2024 01:22د ژغورنې نړیواله کمېټه (ای ار سي) خبرداری ورکوي چې له پاکستان څخه په زوره افغانستان ته استول شوي تر نیم میلیون ډېر افغانان له تیاره راتلونکي سره مخ دي.
-
د اسلام د ګران پیغمبر (ص) د مبعث اختر دې تاسو ټولو ته مبارک وي
Feb 08, 2024 02:21نن پنجشنبه د ۱۴۴۵ قمري کال د رجب د مبارکې میاشتې ۲۷مه، د ۲۰۲۴ میلادي کال د فبرورۍ د میاشتې ۸مه او د ۱۴۰۲ لمریز کال د سلواغې ۱۹مه نېټه ده، چې د اسلام د ګران پیغمبر نبي اکرم (ص) د مبعث له نېکمرغې کلیزې سره سمون خوري.
-
طالبان له نړۍ سره د مثبتو اړیکو ساتلو پالیسي لري
Feb 08, 2024 01:42د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو ساتلو پالیسي لري.
-
طالبانو په چین کې افغانانو ته د پاسپورټونو د ورکړې خبر ورکړی، نور جزئیات په راپور کې واورئ
Feb 05, 2024 10:32په بېجینګ کې د افغانستان سفارت په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې په چین کې مېشت افغانان کولای شي له شرایطو سره سم نوي پاسپورټونه ترلاسه کړي.
-
د ایران پر وړاندې متحدالشکل استکبار دسیسه جوړوي
Feb 05, 2024 10:09د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو مرستیال د دې په بیان سره چې د ایران پر وړاندې متحدالشکل استکبار دسیسه جوړوي زیاته کړه: په هېڅ داسې وخت کې دا ډول دښمني د هېڅ یوه ملت پر وړاندې ثبت شوې نه ده.