-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند: نړیواله ټولنه دې د فلسطین اشغال د پای لپاره اقدام وکړي
Nov 30, 2025 13:40پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د فلسطین له ملت سره د نړیوال پیوستون د ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې د جعلي صهیونیسټي رژیم له خوا د فلسطین د اشغال د پای لپاره د نړیوالې ټولنې له لورې د عملي ګامونو پر اخیستو ټینګار وکړ.
-
د ایران د خارجه وزارت ویاند: نړیواله ټولنه دې د فلسطین د نیواک د ختمولو لپاره لاس په کار شي
Nov 30, 2025 08:22پارس ټوډی- د ایران د خارجه وزارت ویاند له فلسطین سره د پيوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت یو پيغام کښې د جعلي صهیونیسټي رژیم له خوا د دغه هیواد د نیواک ختمولو لپاره د نړیوالې ټولنې په اقدام باندې ټینګار وکړ.
-
عراقچي: د اکو د پیاوړتیا لپاره په غړو هېوادونو کې په لوړه کچه سیاسي اراده شته
Nov 29, 2025 11:44پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اقتصادي همکاریو سازمان (اکو) د وزیرانو شورا په نهه ویشتمه غونډه کې وویل: د اکو د پیاوړتیا لپاره په غړو هېوادونو کې په تر ټولو لوړه کچه سیاسي اراده شته.
-
اروپايي ټولنې د افغان نجونو د زده کړو پر ملاتړ ټینګار وکړ
Nov 29, 2025 08:21په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ ټینګار کړی چې د افغان نجونو او ښځو له زدهکړو ملاتړ کوي.
-
امریکا افغان پاسپورټ لرونکو ته د ویزې د ورکړې بهیر وځنډاوه
Nov 29, 2025 08:08د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې تر دې وروسته به د افغانستان د پاسپورټ لرونکو ته ویزې ور نه کړي.
-
ترکي پانګوالو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
Nov 29, 2025 08:05د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي، د ترکیې د خپلواکو صنعتکارانو او سوداګرو ټولنې (موسیاد) له رییس او غړو سره په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې د پراخو فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.
-
پاکستان: له افغانستان سره اوربند نه ټینګېږي
Nov 29, 2025 08:00پاکستان د جمعې په ورځ وویل چې له افغانستان سره اوربند «نه ټينګېږي» ځکه چې د ترهګرو ډلو بریدونه په پاکستان کې لا هم روان دي.
-
امام خامنه يي: د ایران ملت له شک پرته هم امریکا او هم صهیونیسټي رژیم ته ماتې ورکړه
Nov 28, 2025 09:13پارس ټوډې - د اسلامي انقلاب رهبر روښانه کړه: په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې، د ایران ملت بې له شکه هم امریکا ته ماتې ورکړه او هم صهیونیسټانو ته. راغلل، شرارت یې وکړ، ګوزارونه یې وخوړل او تش لاس بېرته ستانه شول.
-
برادر: د افغانستان دښمنان دې نور زموږ حوصلې نه ازمايي
Nov 28, 2025 11:18د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، افغانان هېچاته اجازه نه ورکوي چې پر خاوره یې تېری وکړي او هر تېري ته به ځواب ورکړي. برادر دغه خبرې د ملي دفاع وزارت ځانګړو کمانډویي ځواکونو د شپږمې دورې فراغت غونډه کې کړې دي.
-
ایران په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو پر دوه ګوني معیارونو نیوکه وکړه
Nov 28, 2025 10:13پارس ټوډې - د ملګرو ملتونو د اقلیتونو چارو د مجمع په غونډه کې د ایران استازې، د اسلامي جمهوریت غلط انځور وړاندې کولو او پر ایران د ساختاري تبعیض پلي کولو په تړاو د ځینو هېوادونو پر دوه ګونو معیارونو نیوکه وکړه.