-
بقائي: جرمني د ایران خلاف په وروستي جنګ او جنایتونو کښې د اسرائیلو ملګری دی
Jul 12, 2025 04:00بقائي: جرمني د ایران خلاف په وروستي جنګ او جنایتونو کښې د اسرائیلو ملګری دی
-
د ایران پر وړاندې د اسراییلو له خوا د زور کارول د ملګرو ملتونو د منشور خلاف عمل دی
Jul 11, 2025 03:03پارس ټوډې - په ډنمارک کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر، د دې هېواد روغتیا وزیر ته ولیکل: د اسراییلو له خوا د ایران پر وړاندې د زور کارول، له هغې ډلې پر طبي مرکزونو بریدونه، د نړیوال قانون، د ملګرو ملتونو د منشور او اساسي بشري اصولو څخه ښکاره سرغړونه ده.
-
په لوېدیځه آسیا کې وروستي بدلونونه له زور څخه د سیاسي استفادې ښودنه کوي
Jul 11, 2025 02:36پارس ټوډې - د پاکستان د پوځ قوماندانانو د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم له یرغل وروسته په لوېدیځه آسیا کې وروستیو بدلونونو ته په کتو سره ټینګار وکړ چې دې اقدام د سیاسي وسیلې په توګه د "زور کارولو" مخ په زیاتیدونکی تمایل وښودلو، چې د ځان بسیاینې، یووالي او ملي هوډ وړتیاوو پیاوړتیا ته اړتیا لري.
-
که نړۍ د سربرنیتسا له تراژیدي څخه درس اخیستی وای، نو نن به موږ په غزه کې د نسل وژنې شاهد نه وو
Jul 11, 2025 02:23پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د سربرنیتسا د نسل وژنې د ۳۰ مې کلیزې په مناسبت وویل: که نړۍ په ریښتیا سره د سربرنیتسا له تراژیدي څخه درس اخیستی وای، نو موږ به نن ورځ، دا ځل په غزه کې د مسلمانانو په وړاندې د بل نسل وژنې شاهدان نه وای.
-
مسکو به له سرپرست حکومت سره همکاریو ته دوام ورکوي
Jul 11, 2025 01:45د روسیې بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې سرپرست حکومت د سیمې د امنیت تامین په ځانګړې توګه له نشه يي توکو او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې مهم رول لري او له همدې امله مسکو به افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
-
مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران له سفیر سره د افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي
Jul 11, 2025 01:19د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بېکدلي سره د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
-
پزشکیان: د بې طرفۍ له مراعاتولو پرته د اټومي انرژۍ په نړیواله اداره کې غړیتوب بې ارزښته دی
Jul 10, 2025 12:22پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په تېرو کلونو کې د ایران او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ترمنځ د پراخو او اصولي همکاریو تاریخ ته په اشارې سره، وویل: د دې همکاریو دوام، د ایران د اټومي دوسیې په وړاندې د دوه ګوني چلند سمولو پورې مشروط دی.
-
بقائي: عراقچي له بن سلمان سره ګټه ورې خبرې اترې وکړې
Jul 09, 2025 02:56د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: سید عباس عراقچي له سعودي ولیعهد بن سلمان او خارجه او دفاع وزیرانو سره ګټه ورې خبرې اترې کړې دي.
-
بقايي د ټرمپ د ادعا په غبرګون کښې: له امریکايي لوري د ملاقات هیڅ غوښتنه نه ده شوې
Jul 09, 2025 02:53د ایران د خارجه وزارت ویاند پرون د امریکې د ولسمشر د ادعاو په غبرګون کښې وویل: د ایران له خوا له امریکایانو د ملاقات هیڅ غوښتنه نه ده شوي.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند: په یمن کې د صهیونیسټانو جنایتونه باید ودرول شي
Jul 08, 2025 02:20پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د یمن په مهمو سیمو باندې د صهیونیسټي رژیم بریدونه په کلکه وغندل او د دې جنایتونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر چوپتیا یې نیوکه وکړه.