تر ټولو کره نښه ویشتونکی ایرانی توغندی څه نوم لري؟
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i163880-تر_ټولو_کره_نښه_ویشتونکی_ایرانی_توغندی_څه_نوم_لري
پارس ټوډې - «قاسم بصیر» د ایران د دفاعي صنایعو په برخه کې تر ټولو دقیق نښه ویشتونکی توغندی دی.
(last modified 2025-08-28T09:03:50+00:00 )
Aug 28, 2025 13:31 Asia/Kabul
  • تر ټولو کره نښه ویشتونکی ایرانی توغندی څه نوم لري؟

پارس ټوډې - «قاسم بصیر» د ایران د دفاعي صنایعو په برخه کې تر ټولو دقیق نښه ویشتونکی توغندی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاع او وسله‌والو ځواکونو د ملاتړ وزیر، امیر سرتیپ «عزیز نصیرزاده»، څو ورځې وړاندې په یوه ټلویزیوني پروګرام کې اعلان وکړ چې د اسرائیلو د رژیم له خوا د ایران پر وړاندې د تحمیلي جګړې له پیل مخکې، د «قاسم بصیر» په نوم د یوه توغندي مخکتنه شوې ده.

هغه وویل: «دا توغندی د ایران تر ټولو دقیق نښه ویشتونکی توغندی دی چې موږ په جګړه کې ترې استفاده نه ده کړې.»

د آرمان مشرق ویب‌پاڼې له قوله او د پارس ټوډې د راپور له مخې، «قاسم بصیر» د ایران تر ټولو دقیق نښه ویشتونکی توغندی دی. دا توغندی د ۱۲۰۰ کیلومترو څخه د زیات واټن په درلودو سره، د پرمختللي لار موندې او حرارتي انځور جوړونې سیسټمونو سره سمبال دی او د الکترونیکي جګړې پر وړاندې د مقابلې توان لري.

«قاسم بصیر» توغندی د ۱۲۰۰ کیلومترو څخه زیات واټن او خورا لوړ دقت لپاره (د یو متر څخه کم خطا سره) ډیزاین شوی دی. دا توغندی د پرمختللي حرارتي (اپټیکي) انځور جوړونې سیسټم سره سمبال دی، چې د هدف دقیق پېژندل او د خورا کمې خطا سره هدف ویشتل ممکن کوي.

د دې توغندي د نیویګیشن( لار موندنې) سیسټم په ډیزاین کې، د ایران د دفاع وزارت د هوافضا متخصصینو د GPS ټکنالوژي نه ده کارولې، چې دا ځانګړتیا یې د الکترونیکي جګړې اقداماتو پر وړاندې مقاومت زیاتوي. همدارنګه، د مانور وړتیا په لوړولو سره، دا توغندی د دښمن د هوايي دفاع سیسټمونو څخه د تېریدو توان لري.

«قاسم بصیر» د سختو الکترونیکي ګډوډیو په شرایطو کې هم په بریالیتوب سره ازمویل شوی او د الکترونیکي جګړې پر وړاندې لوړ توان لري. د دې توغندي یوه بله مهمه ځانګړتیا، د څو فرعي اهدافو ترمنځ د اصلي هدف پېژندلو وړتیا ده، چې د دې د هدایت سیسټم لوړ دقت او ځېرکتیا ښيي.

«قاسم بصیر» توغندی له پېچلو دفاعي سیسټمونو څخه د تېرېدو او د الکترونیکي جګړې پر وړاندې د مقاومت په وړتیا سره ښيي چې ایران د ځېرکو وسلو په برخه کې د مخکښو هېوادونو کچې ته نږدې شوی دی.