-
طالبانو پر افغانستان د لګول شويو سوداګریزو محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه وکړه
Jul 14, 2023 01:40د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړې استازې روزا اتنبایوا او په کابل کې د یوناما له مرستیال ډینیل انډرس سره په لیدنه کې پر طالبانو د نړیوالو سوداګریزو محدودیتونو د لیرې کولو غوښتنه وکړه.
-
د بشري حقونو په شورا کې د صهیونیسټي رژیم د استازي تورونو ته د پاکستان غبرګون
Jul 12, 2023 04:00د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د صهیونیسټي رژیم د استازي تورونو ته په غبرګون کې وویل: د فلسطین د ولس په خلاف د صهیونیسټي رژیم د ظلمونو او تېریو اوږد تاریخ ته په پام سره، پاکستان د بشري حقونو په اړه د دې ظالم رژیم سپارښتنو ته اړتیا نه لري.
-
قرآن ته سپکاوی له بشري حقونو څخه سرغړونه ده
Jul 12, 2023 02:42د ایران د بهرنیو چارو وزیر د قرآن کریم سپکاوی د بشري حقوقو خلاف ورزي او د دوه میلیاردو مسلمانانو پروړاندې د کرکې، تاوتریخوالي او دښمنۍ د پارولو سبب وباله. پرون (سه شنبه) د آلمان په سویل لوېدیځ کې هم یوه افراطي د قرآنکریم یوې نسخې ته اور ورته کړ.
-
درې ټاپوګان د تل لپاره په ایران پورې اړه لري
Jul 11, 2023 09:44د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند د ايران د درېيو ټاپوګانو بوموسي، کوچنی تنب او لوی تنب په اړه د فارس خليج د همکارۍ شورا او روسيې ګډې اعلاميې په رد سره وويل، دغه درې ټاپوګان د تل لپاره په ايران پورې اړه لري.
-
پاکستان په زاهدان کښې ترهګره حمله وغندله
Jul 09, 2023 04:04د پاکستان حکومت د ایران په زاهدان ښار کښې پرونۍ ترهګره حمله په کلکه وغندله چې له امله یې دوه امنیتي ځواکونه شهیدان شول.
-
په اقتصادي او سوداګري ډګرونو کښې د ایران او الجزایر اړیکې پراخیدې شي
Jul 09, 2023 02:26د ویلو ده چې د الجزایر خارجه وزیر د خپل ایراني همرتبه امیر عبداللهیان په بلنه تهران ته راغلی دی.
-
باکو ته د امیر عبداللهیان سفر د فعالې او متوازنې ډیپلوماسۍ ښودنه کوي
Jul 08, 2023 02:58په آذربایجان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر په یوه ټویټ کې لیکلي چې باکو ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سفر او خبرې اترې او ملاقاتونه د ډیپلوماټیکې دستګاه د فعالې، متحرک او متوازنې ډیپلوماسۍ د یوې برخې ښودنه وکړه.
-
کرزي د جرمني د بهرنیو چارو له وزیرې سره پر سولې او بین الافغاني مذاکراتو خبرې کړې
Jul 08, 2023 02:10د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني د بهرنیو چارو له وزیرې سره د نجونو او ښځو د زده کړو او کار ترڅنګ، په افغانستان کې پر دایمي سولې او بین الافغاني مذاکراتو خبرې کړې دي.
-
د افغانستان حل لاره، په ټولو قومونو د مشتمل پراخ بنسټه حکومت جوړیدل دي
Jul 06, 2023 12:07د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: حل لاره، په ټولو افغانستاني قومونو د مشتمل او ټول شموله حکومت جوړیدل دي او د ایران اسلامي جمهوریت به د میلیونونو افغانستاني کډوالو د کوربه توب ترڅنګ، په افغانستان کښې د انساني وضعې له ښه کیدو سره مرسته جاري وساتي.
-
د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په وړاندې د لویدیځوالو منافقانه کړچار ته د ایران غبرګون
Jul 06, 2023 11:56د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په جنین کیمپ کښې د صهیونیسټي رژيم جنایتونو ته په غبرګون کښې وویل: آیا امریکا او اروپا به د بشري حقوقو له شورا څخه، د حقیقت لټوونکې کمیټې د جوړولو غوښتنه وکړي؟