قرآن ته سپکاوی له بشري حقونو څخه سرغړونه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i135608-قرآن_ته_سپکاوی_له_بشري_حقونو_څخه_سرغړونه_ده
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د قرآن کریم سپکاوی د بشري حقوقو خلاف ورزي او د دوه میلیاردو مسلمانانو پروړاندې د کرکې، تاوتریخوالي او دښمنۍ د پارولو سبب وباله. پرون (سه شنبه) د آلمان په سویل لوېدیځ کې هم یوه افراطي د قرآنکریم یوې نسخې ته اور ورته کړ.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Jul 12, 2023 02:42 Asia/Kabul
  • قرآن ته سپکاوی له بشري حقونو څخه سرغړونه ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د قرآن کریم سپکاوی د بشري حقوقو خلاف ورزي او د دوه میلیاردو مسلمانانو پروړاندې د کرکې، تاوتریخوالي او دښمنۍ د پارولو سبب وباله. پرون (سه شنبه) د آلمان په سویل لوېدیځ کې هم یوه افراطي د قرآنکریم یوې نسخې ته اور ورته کړ.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د سه شنبې په ورځ د بشري حقونو د شورا په بېړنۍ غونډه کې، چې په اروپایی هېوادونو کې د قرآنکریم د سپکاوي د وروستیو اقداماتو د بیا کتنې لپاره په جنیوا کې جوړه شوې وه، د دغه ناستې ارزښت، اړتیا او پر وخت ګام ته په اشارې سره زیاته کړه، قرآنکريم ته سپکاوی نه يوازې د بشري حقونو سرغړونه ده، بلکې د دوه ميلياردو مسلمانانو پر وړاندې کرکه، تاوتريخوالي او دښمنۍ ته لمن وهي، چې د بشري حقونو ټول رښتيني ملاتړي يې بايد ژر تر ژره وغندي.

امیر عبداللهیان زیاته کړه، چې سویډني او اروپا چارواکي باید د دا ډول کړنو د تکرار د مخنیوي لپاره، سمدستي او اغېزمن اقدامات وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د دغه شان اقداماتو په غندلو کې شک او ځنډ، د دوه ګوني معیاري کړنو ښودنه کوي.