-
د ناپیئلي غورځنګ د غونډې ترڅنګ د ایران د خارجه وزیر ملاقاتونه
Jul 06, 2023 11:33د ایران د بهرنیو چارو وزیر په آذربایجان جمهوریت کښې د ناپیئلي غورځنګ د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې ترڅنګ د عراق له خارجه وزیر سره وکتل او د دواړو هیوادونو د دلچسپۍ وړ موضوعاتو په هکله یې د نظر تبادله وکړه.
-
هند کې افغان زده کړیالان د ویزې له نه ورکړې شکایت لري
Jul 04, 2023 08:37په هند کې یو شمېر افغان زده کړیالان دوی ته د ویزې د نه ورکړې له امله شکایت کوي.
-
د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي په کابل کې د چين له سفير وانګ يو سره لیدلي
Jul 04, 2023 07:31د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوريو پر يو لړ سياسي او اقتصادي مسايلو خبرې کړي.
-
له امریکا سره د افغان کډوالو د اوسېدو په اړه لا هم کوم تړون نه دی شوی
Jun 29, 2023 14:33د فیلیپین ولسمشر ویلي چې په فلیپین کې د افغان اتباعو د اوسېدو په اړه د امریکا د غوښتنې په اړه تر اوسه کومې موافقې ته نه دي رسېدلی او د هغې د پایلو په اړه څېړنې روانې دي.
-
د واخان له لارې له چین سره د افغانستان د نښلولو لپاره د طالبانو لېوالتیا
Jun 29, 2023 14:07طالب چارواکو د «واخان» دهلیز یا د چین د کمربند او یوې لارې له طریقه، له چین سره د یوځای کېدو لپاره د افغانستان لېوالتیا اعلان کړی.
-
ایران په سویډن کې قرآن کریم ته سپکاوی وغندلو
Jun 29, 2023 11:19د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په سویډن کې قرآن کریم ته د سپکاوي د غندلو په ترڅ کې وویل: د سویډن له حکومت څخه تمه کېږی چې مقدساتو ته د سپکاوي د تکرار د مخنیوي ترڅنګ، په دې برخه کې د مسئولیت او ځواب ورکولو اصول په جدی توګه په نظر کې ونیسي.
-
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په سویډن کې د قرآنکریم یوې نسخې سوځول وغندل
Jun 29, 2023 09:34د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په سویډن کې د یوه لیبرال افراطي له خوا د قرآنکریم د یوې نسخې سوځول غندلي او له اسلامي هېوادونو او سازمانو یې غوښتي چې دا ډول کړنو په ځواب کې اړین ګامونه پورته کړي.
-
امیر عبداللهیان له لاوروف سره ټیلیفوني خبرې وکړې
Jun 25, 2023 02:16د ایران او روسیې خارجه وزیرانو په ټیلیفوني خبرواترو کښې د دوه اړخیزو اړیکو د وروستي حالت او هم داشان د روسیې په ځینو سیمو کښې په رامینځته شویو بدلونونو په هکله د نظر تبادله وکړه.
-
په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان ځیني مهم بدلونونه
Jun 25, 2023 09:12د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د افغانستان او پاکستان په تیرې اونۍ کې د بدلونونو په اړه له اونیز بروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې درته په دغو دواړو هیوادونو کې دځينو مهمو بدلونونو یوه لنډه شان خلاصه درآوروو،بیا مو هم رابولوو د ځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته .نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
-
د امریکا او هند ترمنځ د پوځي همکاریو د زیاتوالي په اړه پاکستان اندېښنه څرګنده کړې
Jun 24, 2023 04:29پاکستان، ټاپو ته د پرمختللو جنګي ټکنالوژۍ د لېږد په ګډون د امریکا او هند ترمنځ د پوځي همکاریو پر زیاتوالي ژوره اندېښنه څرګنده کړې او دا اقدام یې د سویلي آسیا د سولې او ثبات لپاره زیانمن بللی دی.