ایران په سویډن کې قرآن کریم ته سپکاوی وغندلو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i135108-ایران_په_سویډن_کې_قرآن_کریم_ته_سپکاوی_وغندلو
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په سویډن کې قرآن کریم ته د سپکاوي د غندلو په ترڅ کې وویل: د سویډن له حکومت څخه تمه کېږی چې مقدساتو ته د سپکاوي د تکرار د مخنیوي ترڅنګ، په دې برخه کې د مسئولیت او ځواب ورکولو اصول په جدی توګه په نظر کې ونیسي.
(last modified 2023-06-29T07:04:09+00:00 )
Jun 29, 2023 11:19 Asia/Kabul
  • ایران په سویډن کې قرآن کریم ته سپکاوی وغندلو

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په سویډن کې قرآن کریم ته د سپکاوي د غندلو په ترڅ کې وویل: د سویډن له حکومت څخه تمه کېږی چې مقدساتو ته د سپکاوي د تکرار د مخنیوي ترڅنګ، په دې برخه کې د مسئولیت او ځواب ورکولو اصول په جدی توګه په نظر کې ونیسي.

د ایرنا د خبر له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کعناني د پنجشنبې په ورځ، د قرآن کریم د سپکاوي د تکرارولو لپاره د سویډن لخوا د اسلام مخالفانو ته د ورکړل شوي اجازې او شنه څراغ په غبرګون کې وویل:  د آسماني مقدساتو د سپکاوي د تکرار لپاره زمینه برابرل، په تېره بیا د اسلامي امت د سپېڅلو ورځو او د حج په نړیوالو مراسمو کې د میلیونونو مسلمانانو راغونډېدو سره هم مهاله، یو پاروونکی، ناروا او د نه منلو وړ عمل دی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند څرګنده کړه: سپېڅلو کتابونو ته سپکاوی، د تاوتریخوالي او د کرکې د خپرولو بېلګه او د بشري حقوقو له اصلي ارزښتونو سره په تضاد کې ده.

د سویډن حکومت د دغه هېواد د یوه وګړي په غوښتنه  د لوی اختر په ورځ د قرآن کریم د سوځولو اجازه صادره کړه او له خپلې دې سپکاوي پرېکړې یې دفاع وکړه