-
د شانګهای همکارۍ سازمان ته د ایران وړاندیز؛ د نړیوال نوي نظم په لور یو ګام
Sep 01, 2025 12:08پارس ټوډې - د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د شانګهای همکارۍ سازمان د مشرانو په غونډه کې په خپله وینا کې، د امریکا او لوېدیځ د یو اړخیزتوب پر وړاندې د مقابلې لپاره د دې سازمان د غړو ترمنځ د همکارۍ پراختیا لپاره د ایران وړاندیزونه وړاندې کړل.
-
پزشکیان: د ایران او پاکستان د خلکو ترمنځ هېڅ واټن نشته
Sep 01, 2025 11:29د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د دوشنبې په ورځ د پاکستان له لومړي وزیر سره په لیدنه کې د دې په بیان سره چې د ایران د چارواکو احساس دا دی چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ هېڅ واټن نشته، او زیاته یې کړه: موږ لیوال یو چې په ټولو برخو او ساحو کې اړیکې پیاوړې او ژورې شي او د همکارۍ پراختیا مخې ته خنډونه لرې شي.
-
د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله د پزشکیان او عراقچي د خواخوږۍ پیغام / ایران د مرستو لیږلو لپاره چمتووالی اعلان کړ
Sep 01, 2025 08:54د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان په یوه پیغام کې د افغانستان د دوست او ورور هېواد یو شمېر کسانو ته د مرګ ژوبلې په اړه خواخوږي څرګنده کړه او د ایران داسلامي جمهوریت د هر ډول همکارۍ، امداد رسونې او د زیانمنو سیمو ته د بشري مرستو د لیږلو لپاره یې خپل چمتووالی اعلان کړ.
-
ايران د تيري کوونکي پر وړاندې په کلکه دريږي او د زور خبره هیڅکله هم نه مني
Aug 30, 2025 09:16پارستودي - د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل چې ايران به د تيري کوونکي پر وړاندې په کلکه ودريږي او د تیره په نسبت به لا کلک او غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.
-
حامد کرزی: د پاکستان خیر په ښه ګاونډیتوب کې دی
Aug 29, 2025 08:44د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ننګرهار او خوست د پاکستان هوایي بریدونو په کلکه غندلي او هغه یې د افغانستان د حاکمیت او نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.
-
د ایران ولسمشر: د ایران دفاعي نظریه اټومي وسلې نفي کوي
Aug 26, 2025 01:17پارس ټوډې - د ایران ولسمشر وویل: د ایران اسلامي جمهوریت، د خپلو اعتقادي بنسټونو او دفاعي نظریې پر اساس، هېڅکله د اټومي وسلو د جوړولو په لټه کې نه وو، نه دی او نه به وي.
-
د ایران او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو د دوهاړخیزو او څواړخیزو مشورو او خبرو اترو پر دوام ټینګار وکړ
Aug 25, 2025 10:20پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې له پیل مخکې په جده کې د مصر د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
-
د امريکا يوه اړخيزه تګلاره د زغملو وړ نه ده
Aug 20, 2025 12:54پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د بېلاروس له ولسمشر سره په کتنه کې وويل: نن ورځ امريکا او ځينې اروپايي هېوادونه د يو اړخيزې تګلارې د پراخولو او پر نورو هېوادونو باندې د خپلو نظرونو د تحميلولو په لټه کې دي، چې دا چلند ستاسو او زموږ لپاره د زغملو وړ نه وو او نه دی.
-
د ایران ملت او حکومت د پاکستان له ولس سره غمرازي کوي
Aug 17, 2025 01:37د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د پاکستان په خیبر پختونخواه کې د ویجاړوونکي سېل په پېښې د قربانیانو له کورنیو او د پاکستان له ولس سره د خواخوږئ په خاطر ددغه هیواد لومړي وزیر ته د تسلیت پیغام واستوؤ.
-
پزشکیان: مسلمانان په یووالي سره خپل راتلونکی ټاکلی شي
Aug 04, 2025 02:15پارس ټوډی - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د نړۍ د مسلمانانو ترمینځ د یووالي او پيوستون په ضرورت باندې په ټینګار سره وویل: ټول باید لاسونه سره ورکړو او له پردیو د تمې پرځاې، په خپلو شتمنیو او توانمنیو باندې په تکیې سره، په ستونزو باندې د برلاسه کیدو او د پراختیا او پرمختګ لوړو سوکو ته د رسیدو لپاره باید ګام پورته کړو.