د ایران ولسمشر: د ایران دفاعي نظریه اټومي وسلې نفي کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i163756-د_ایران_ولسمشر_د_ایران_دفاعي_نظریه_اټومي_وسلې_نفي_کوي
پارس ټوډې - د ایران ولسمشر وویل: د ایران اسلامي جمهوریت، د خپلو اعتقادي بنسټونو او دفاعي نظریې پر اساس، هېڅکله د اټومي وسلو د جوړولو په لټه کې نه وو، نه دی او نه به وي.
(last modified 2025-08-26T00:19:35+00:00 )
Aug 26, 2025 04:47 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر: د ایران دفاعي نظریه اټومي وسلې نفي کوي

پارس ټوډې - د ایران ولسمشر وویل: د ایران اسلامي جمهوریت، د خپلو اعتقادي بنسټونو او دفاعي نظریې پر اساس، هېڅکله د اټومي وسلو د جوړولو په لټه کې نه وو، نه دی او نه به وي.

د ایران ولسمشر«مسعود پزشکیان» د روسیې ولسمشر «ولادیمیر پوتین» سره په ټلفوني خبرو کې، د ایران د غني کولو حق په اړه د روسیې دولت د دریځ له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه: ایران له روسیې سره د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ، سیمه‌ییز او نړیوال سازمانونه لکه د اورآسیا اتحادیه، د شانګهای سازمان او بریکس د غړو هېوادونو، په ځانګړي توګه روسيه او چین سره د همکارۍ لپاره مناسب فرصت ګڼي ترڅو په اغېزمنه توګه د یو اړخیزو کړنو مخه ونیسي.

پزشکیان همدارنګه د ارمنستان وروستي سفر ته په اشارې سره وویل: په دې سفر کې د ارمنستان لومړي وزیر ډاډ ورکړ چې د دې هېواد په وروستیو خبرو اترو او تړونونو کې له آذربایجان او امریکا سره، د ایران اسلامي جمهوریت او روسیې ملاحظات په بشپړه توګه په پام کې نیول شوي دي. له دې سره، د ایران او روسیې په ګډون د ۳+۳ خبرو اترو چوکاټ به د قفقاز سیمې د مسایلو د حل لپاره اغېزمن او کارنده میکانیزم وي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، ولادیمیر پوتین هم په الاسکا کې د امریکلا له ولسمشر سره د خپلو وروستیو خبرو اترو په اړه توضیحات ورکړل او ویې ویل: په الاسکا کې دغه مذاکرات په بشپړه توګه د اوکراین په مسئله متمرکز وو.

د روسیې ولسمشر په دوام کې، د مسکو او تهران اړیکې رغنده او په دوامداره توګه د پرمختګ په حال کې وبللې او زیاته یې کړه: د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۱ سلنه وده کړې، او په نورو برخو کې همکارۍ، لکه د رشت-آستارا د وسپنې پټلۍ جوړول، هم د پرمختګ په حال کې دي.

پوتین د دې په بیان سره چې د بوشهر په اټومي بټیو کې د دواړو هېوادونو همکاري د قناعت وړ پرمختګ لري څرګنده کړه: ټول تخنیکي کارونه د ټاکل شوي وخت په چوکاټ کې روان دي، او دې اټومي بټۍ لپاره د نوي سوند توکو انتقال هم د ترسره کېدو په حال کې دی.

د روسیې ولسمشر پر دې باندې په ټینګار سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د یورانیوم غني کولو حق د روسیې له نظره کلیدي او قطعي دی، او هیله یې څرګنده کړه چې د ۲۲۳۱ قطعنامې په اړه مذاکرات به هم مطلوبې پایلې ته ورسېږي.