پزشکیان: مسلمانان په یووالي سره خپل راتلونکی ټاکلی شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i163114-پزشکیان_مسلمانان_په_یووالي_سره_خپل_راتلونکی_ټاکلی_شي
پارس ټوډی - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د نړۍ د مسلمانانو ترمینځ د یووالي او پيوستون په ضرورت باندې په ټینګار سره وویل: ټول باید لاسونه سره ورکړو او له پردیو د تمې پرځاې، په خپلو شتمنیو او توانمنیو باندې په تکیې سره، په ستونزو باندې د برلاسه کیدو او د پراختیا او پرمختګ لوړو سوکو ته د رسیدو لپاره باید ګام پورته کړو.
(last modified 2025-08-03T21:47:48+00:00 )
Aug 04, 2025 02:15 Asia/Kabul
  • د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان
    د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان

پارس ټوډی - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د نړۍ د مسلمانانو ترمینځ د یووالي او پيوستون په ضرورت باندې په ټینګار سره وویل: ټول باید لاسونه سره ورکړو او له پردیو د تمې پرځاې، په خپلو شتمنیو او توانمنیو باندې په تکیې سره، په ستونزو باندې د برلاسه کیدو او د پراختیا او پرمختګ لوړو سوکو ته د رسیدو لپاره باید ګام پورته کړو.

ولسمشر «مسعود پزشکیان» پرون پاکستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ د ایران او پاکستان د سوداګرو او اقتصادي فعالاتو په شتون سره د دواړو هیوادونو د تجارت په کانفرنس کښې، د ګډ کلتور، ژبې او دین په شمول د ایران او پاکستان د ګاونډي ولسونو مشترکو ټکو ته په اشارې سره وویل: مونږ کوې شو چې غوره او لاښه مقام ته ورسو، بس دومره ده چې په ځان او په خپلو شتمنیو باور وکړو، پوه شو چې له نورو څخه په تمې او ورپورې په پيئلتیا سره، سرلوړۍ، اقتدار او عزت ته نه شو رسیدې.

هغه د پاکستان د ملي شاعر علامه محمد اقبال د ځینو فارسي شعرونو په لوستلو سره، وویل: د اقبال شعرونه هم د مسلمانو په وحدت او یووالي باندې ټینګار لري او مونږ ته وايي چې باید پر ځان یقین وکړو او د نورو مرستې ته د امید پرځاې، خپلې توانمنۍ وپيژنو او پیاوړې یې کړو، مونږ ترټولو غوره کیدی شو او د کامیابۍ او پرمختګ اوج ته رسیدې شو خو په دې شرط چې پر ځان باور ولرو او یوموټي ووسو.