-
قاليباف د سوريې د ولسمشرۍ د کاميابو انتخاباتو په ترسره کېدو مبارکي وويله
May 29, 2021 00:19د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر د سوريې د ولسمشرۍ د کاميابو انتخاباتو په ترسره کېدو او د ولسمشر په توګه د بشار اسد په ټاکل کېدو مبارکي وويله.
-
د ولسي جرګې یوشمیر استازو د مصالحې د عالي شورا په ختمیدو ټینګار کړی
May 25, 2021 02:16د افغانستان د ولسي جرګې یو شمیر وکیلانو د ملي مصالحې عالي شورا نمایشي او د صلحې د راوستلو په لړ کښې بې اغیزې وبلله او د هغې په لغو کیدو یې ټینګار وکړ
-
د افغانستان د مالیې وزارت د فساد په هکله پارلیمان ته له ځواب ورکولو ډډه وکړه
May 25, 2021 02:00د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست چې ټاکل شوې وه پرون په ګمرکاتو کښې د فساد په هکله د د ایشواګرۍ په لړ کښې د ولسي جرګې استازو ته وضاحت ورکړي، په دغې غونډې کښې له ګډونه یې ډډه وکړه.
-
په افغانستان او سيمه کښې د امريکې د مداخلت کونکو سياستونو دوام
May 20, 2021 06:39د ايران او افغانستان د پارلېماني دوستۍ ډلې مشر وويل: د سيمې او افغانستان په اړه د امريکې مداخلت لټؤنکي سياستونه نه دي بدل شوي.
-
د ایران پارلمان د قدس د مقاومت د چورلیز ملاتړ وکړ
May 16, 2021 09:41زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا استازیو په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د قدس شریف د مقاومت دچورلیز ملاتړ وکړ .
-
پارلېماني ټولنې دې د صهيونېسټانو د جنايتونو د فوري بندولو لپاره اقدام وکړي
May 12, 2021 00:51د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر د صهيونېسټانو د جنايتونو د فوري بندولو لپاره د پارلېماني ټولنو د اقدام غوښتنه وکړه.
-
ایران په سیمه کښې د یو نوي سیاسي-امنیتي بهیر په رامینځته کولو کښې کامیاب شو
May 04, 2021 03:08په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال د ایران د اسلامي جمهوریت کامیابي، په سیمه کښې د یو نوي سیاسي او امنیتي بهیر رامینځته کولو وبلل.
-
غزني ولایت د طالبانو لاس ته د لویدو له خطر سره مخامخ دی
May 04, 2021 02:54د افغانستان په ولسي جرګه کښې د غزني ولایت استازي د طالب ډلې له خوا د دغه ولایت د نیولو په هکله خبرداری ورکړ.
-
اشرف غني له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتنې د پیلیدو هرکلې وکړ
May 03, 2021 07:30د افغانستان ولسمشر له خپل هیواده د بهرنیو نیواکګرو پوځیانو د وتلو د شروع کیدو هرکلې کړی دی.
-
د بریتانیا د پارلمان استازیو د ایران پرضد د بندیز غوښتنه وکړه
Apr 28, 2021 01:17زمونږ خبریال وايي د بریتانیا د پارلمان یوشمیر استازیو پرون په ایران کښې د نیول شوي امنیتي محکومې نازنین زاغري د دوسیې په پلمه د تهران پرضد د بندیزونو د لګولو غوښتنه وکړه .