د اسلامي ایران او د پاکستان اړیکې باید پراخې شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i103854-د_اسلامي_ایران_او_د_پاکستان_اړیکې_باید_پراخې_شي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف وویل د پاکستان او د ایران د اړیکو پیاوړتیا او د تجارتي راشه درشه اسانیدل د سرحدي سیمو د خلکو د اقتصاد د ښه کیدا سبب کیدلی شي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 05, 2021 04:16 Asia/Kabul
  • د اسلامي ایران او د پاکستان اړیکې باید پراخې شي

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف وویل د پاکستان او د ایران د اړیکو پیاوړتیا او د تجارتي راشه درشه اسانیدل د سرحدي سیمو د خلکو د اقتصاد د ښه کیدا سبب کیدلی شي .

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف پرون د پاکستان د  مشرانو جرګې له مشر محمد صادق سنجراني سره په کتنې کښې چې د ولسمشر ابراهیم رئیسي د لوړې په مراسمو کښې د ګډون لپاره تهران ته راغلی دی هغه ته د هرکلي ویلو په ترڅ کښې وویل د ایران د اسلامي جمهوریت لومړیتوب له اسلامي او ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو پراخول دي او له دې کبله ایران له پاکستان سره د اړیکو پراخولو ته ځانګړي اهمیت ورکوي .

د ایران د اسلامي شورا مشر د پاکستان او د ایران د ګاونډي هیواد په توګه د افغانستان په اوسنیو بدلونونو باندې د اندیښنې په څرګندولو سره وویل په افغانستان کښې د سولې او د امنیت ټینګول د ایران د اسلامي جمهوریت لومړیتوب دی .

هغه وویل په بین الافغاني خبرو باندې د اغیز د شیندلو لپاره د سیمې د ټولو هیوادونو له  ظرفیت څخه باید استفاده وشي .

د پاکستان د مشرانو جرګې مشر محمد صادق سنجراني هم په دغه کتنې کښې د خپل مینځه ملګرتیاو مخینې ته په اشارې سره د ایران او د پاکستان دیني ، تاریخي او  کلتوري ګډولې د تاریخ په اوږدو کښې د دواړو ملتونو ترمینځ د اړیکو د پیاوړتیا عامل وبللې .

د پاکستان د مشرانو جرګې مشر سنجراني په دوام کښې د نړۍ په بیلابیلو سیمو کښې له مظلومو  مسلمانانو د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړونو په دوام ټینګار وکړ او ویې ویل د پاکستان ملت او  حکومت تل د کشمیر له مظلومو خلکو  د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت او د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي د ملاتړونو منندویه دي .