-
په ملګرو ملتونو کې د نتانیاهو په حضور باندې د ۷۷ هیوادونو اعتراض
Sep 25, 2026 07:39پارس تودی-خبري سرچینو راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ۷۷ هېوادونو استازو د صهیونیست رژیم د لومړي وزیر نتانیاهو د وینا په پیل کې غونډه یې پرېښودلي او یوازې د یوه عربي هېواد استازې په تالار کې پاتې شوه.
-
یحیی سریع: سعودي عربستان پر یمن ۱ زره او ۱۸ بریدونه کړي دي
Sep 25, 2026 07:34پارس تودی-د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند یحیی سریع وویل: سعودي عربستان د یمن پر وړاندې د خپل وروستي تېري له پیل راهیسې، د دغه هېواد پر خاوره ۱ زره او ۱۸ هوايي او توغندیز بریدونه کړي دي.
-
فرانسه عربستان ته ځواکونه او وسلي استوي
Sep 25, 2026 07:29پارس تودی- په داسې حال کې چې د یمن او سعودي عربستان ترمنځ جګړه دوام لري، د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون اعلان وکړ: «موږ سعودي عربستان ته ځواکونه او دفاعي سیستمونه استوو، څو د یمن پر وړاندې د سره سمندرګي پر غاړه د ینبع بندري ښار په ساتنه کې مرسته وکړو؛ دغه ښار د انرژۍ د لېږد لپاره حیاتي اهمیت لري.»
-
د چین ولسمشر: له ټرمپ سره مو د څو موضوعاتو په اړه تفاهم ته ورسېدو
Sep 25, 2026 07:21پارس تودی-د چین ولسمشر شي جینپینګ د سپینې ماڼۍ په ماښامنۍ میلمستیا کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په لیدنه کې وویل چې دواړو لورو د خپلو خبرو په ترڅ کې د یو شمېر موضوعاتو په اړه ګډ درک او تفاهم ته رسېدلي دي.
-
د ایران په اته کلنې سپيڅلې دفاع کې د ښځو او پرستارانو رول
Sep 24, 2026 16:27د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه و الو د سپيڅلي دفاع د ځلا د اوج نومې لړۍ په دوام کې د میرمنو د رول په اړه له مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
-
د غزي د اوربند د موافقي د بشړ له مینځه تلوپه باب د حماس سخت خبرداری
Sep 24, 2026 16:22پارس ټوډې - د فلسطین د اسلامی مقاومتی غورځنګ حماس ویندوي د غزې د سولې د پلان په باب د ملګروملتو د ځ انګړط غږمله کمیټې سره د موافقې په باب دلارې د نقشې د اجرا لپاره د دغه غورځنګ په بشپړ چمتووالي په ټينګار سره خبرداری ورکړ، د اور بند د موافقې او له هغو سره داړونده لارې د نقشې بشپړ ختمیدا،ددغې موافقې ته له پابندئ څخه د نیواکګر رژيم دډډه کولو له امله ده.
-
د ایران اته کلنه مقدسه دفاع؛ د متخصصانو او ځوانانو رول
Sep 24, 2026 15:36د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو د مقدسې دفاع د اونۍ اوج نومې لړۍ له نننۍ برخې سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغې برخې کې په مقدسې دفاع کې د ځوانانو رول په باب درسره غږیږو، نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي
-
د ایران ولسمشر د نړۍ مشرانو او چارواکو ته د د مرستې په نوم کتاب ډالۍ کړ
Sep 24, 2026 09:22پارس ټوډی - د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له خپلو بهرنیو سیالانو او د نورو هېوادونو له رسمي چارواکو سره په ټولو لیدنو کې د «د مرستې په نوم» تر سرلیک لاندې یو کتاب ډالۍ کړ چې د ایران د ملت پر وړاندې د امریکا او اسرائیلي رژیم د جنایتونو اړوند مستند اسناد پکې راټول شوي دي.
-
په فاریاب کې وسلهوالو یو قومي مشر وواژه
Sep 24, 2026 05:26د افغان رسندویو له راپور سره سم په فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې ناپېژانده وسلهوالو یو قومي مشر وژلی دی.
-
محسن رضایي: تر هغو چې د ایران شرطونه عملي نه شي، د هرمز تنګی به پرانیستل نه شي
Sep 24, 2026 05:19پارس ټوډې ــ د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي، په داسې حال کې چې ویې ویل د هرمز تنګي له پرانیستل کېدو مخکې باید د ایران اووه شرطونه عملي شي، ګاونډیو هېوادونو ته خبرداری ورکړ: که تاسو د ایران د الوتنو مخه ونیسئ، ستاسو د الوتنو مخه به هم ونیول شي.