-
پاکستان کې د وروستیو سیلابونو له امله ۴۵ تنه مړه شوي
Jun 30, 2025 11:03پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې له قوله راپور ورکړی چې د مونسوني بارانونو په پیلیدو سره سېلابونو راوتلو، په دغه هېواد کې ۴۵ تنه مړه کړي دي.
-
ملګري ملتونه دې اسرائیل او امریکا د ایران پر ضد د تېریګرو په توګه مسؤلیت منلو ته اړ کړي
Jun 30, 2025 02:40پارس ټوډي - د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر «سیدعباس عراقچي» د ملګرو ملتو سر منشي او د امنیت شورا مشر ته په یوه لیک کې په رسمي توګه غوښتنه کړې چې د اسرائیلي رژیم او امریکا دې د تېريګرو په توګه وپېژندل شي او د تاوان ورکولو او زیانونو د جبرانولو پشمول دې د دو ي مسئولیّت په رسمیت وپېژندل شي.
-
یونیسف اداره وائي،په میلیونونو افغان ماشومان له واکسین څخه محروم دي
Jun 30, 2025 02:37د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)خبرداری ورکړی چې یوازې ۱۶.۲٪ افغان ماشومان په بشپړ ډول واکسین شوي او دا وضعیت د میلیونونو ماشومانو ژوند ، د مخنیوي وړ ناروغیو له خطر سره مخ کړی دی.
-
د افغانستان او نړۍ اړیکې په پراخېدو دي
Jun 30, 2025 02:30د افغانستان د طالبانو دحکومت د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د افغانستان لپاره د ملایشیا له ځانګړي استازي سره په لیدنې کې د سیاسي، اقتصادي او کلتوري ملګرتیاؤ د زیاتوالي په اړه د خبرو ترڅنګ وویل چې د افغانستان او نورو هېوادونو اړیکې پراخېدو په حال کې دي.
-
امریکا له ایران سره د جګړې د پایلو له وېرې د اوربند پریکړه وکړه
Jun 30, 2025 02:27د ایران او اسرائیلو ترمینځ جګړې ته د امریکا غبرګون سمدستي او چورلټ و. ځکه چې اسرائیل لالهانده شوي وو، نوموړي زیاته کړه: جګړه لا دویمې اوونۍ ته نه وه رسیدلې چې یهودی لابئ پر ټرمپ د جنګ ددرولو لپاره دباؤنه زیات کړل چې یا په جنګې برخه واخلي او یا دغه جنګ ودروي ،څو د اسرائيلو وجود وژغوري.
-
د امریکا ولسمشر دې د اخلاقو او نړیوالو قواعدو له دایرې نه ووځي
Jun 30, 2025 01:24د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د ایران د لوړپوړو چارواکو او خلکو پر وړاندې د سپکو او بې ادبه خبرو په وړاندې سخت غبرګون وښود.
-
د پاکستان د ولس او حکومت او پوځ د بشبړ ملاتړ مننه کوو
Jun 30, 2025 01:16د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز سردار عبدالرحیم موسوي د اسرائیلو پر وړاندې د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د ملاتړ په خاطر د پاکستان په رسمي ډول مننه وکړه.
-
د صهیونسټانو د قدرت د توهم پاې؛ اسرائیلو د جګړې او ډیپلماسۍ په میدان کښې ماتې وخوړله
Jun 29, 2025 12:16پارس ټوډی - د ایران په وړاندې د صهیونیسټانو او امریکې د تیریګر کمپاین وروسته، برتانوي رسنیو راپور ورکړ چې په ایران باندې د امریکې بمبارۍ د صهیونیسټ رژیم کمزورتیا څنګه ښکاره کړه.
-
د ایران دلوړپوړو قوماندانانو جنازې نن په پرتم سره خاورو ته و سپارل شوې
Jun 29, 2025 12:12لوړپوړي قوماندانان او قدرمن شهیدان چې د وحشي او صهیونیسټي رژیم په دولس کلن تپلي جنګ کې شهیدان شوي وو، او پرون ئې په تهران کې میلیوني خلکو بدرګه کړې وه، نن د تهران په بهشت زهرا هدیرې ، شاه عبدالعظیم حرم ، قم ، مشهد مقدس ،همدان او نورو ځایونو کې د لسګونو زره خلکو په شتون او خداي په آ مانۍ کې خاورو ته وسپارل شول.
-
اوربند ته د امریکا او صهیونیسټي دښمن د پابندۍ په باب شک لرو
Jun 29, 2025 11:39د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز دعربستان له دفاع وزیر سره په خبرو کې ووئيل، له هغه ځایه چې د اوربند پشمول خپلو ژمنو ته د دښمن د پابندئ په باب په بشپړ ډول شکمن یوو، تیار یوو چې دتیریو د تکراریدا په بڼه کې ورته کلک او غاښ ماتونکی ځواب ورکړو.