-
اسرائیل او د هغو اصلي ملاتړي باید د غزې د بیا رغونې لګښت ورکړي
Dec 13, 2025 09:44د ملګرو ملتو د فلسطین د نیواکي ټاټوبو د بشري حقوقو ځانګړې راپور ورکوونکې ووئيل؛ صهیونیسټي رژیم باید د امریکا او نورو هغو هېوادونو سره یوځای، چې اسرائیلو ته وسلې برابروي، د غزې د بیا رغونې لګښتونه ورکړي.
-
د عربستان رسندویو د مسجدالحرام د امام خطبې سانسور کړي دي
Dec 13, 2025 09:12د مسجدالحرام د جمعې د لمانځه د خطبې هغه برخې چې د غزې په اړه وه،د سعودي عربستان د ټيلیوژني چینلونون لهخوا سانسور شوې،چې له امله ئې د ټولنیزو چینلونو د کاروونکو پراخې نیوکې راوپارولي دي.
-
نړیواله ټولنه دې د افغانستان پر طالب حکومت دباؤنه زیات کړي
Dec 13, 2025 08:47د پاکستان لومړي وزیر له پولې د ورآخوا دکنټرولولو په برخې کې د افغانستان د طالبانو د حکومت پر ناکامۍ سخته نیوکه وکړه او له نړیوالې ټولنې ئې وغوښتل چې د افغانستان له خاورې د وسلهوالو ډلو د فعالیت د مخنیوي لپاره دې پر کابل دباؤ زیات کړي.
-
ترکیه د پاکستان او افغانستان ترمینځ د اوربند د ساتلو لپاره مرستې ته چمتو ده
Dec 13, 2025 08:32د ترکیې ولسمشر د پاکستان له لومړي وزیر سره په لیدنې کې ووئيل؛ انقره د پاکستان او افغانستان ترمینځ د اوربند د تمدید هرکلی کوي او د دواړو خواوو ترمینځ د نهښکېلتیا د وضعیت د ساتلو لپاره د رول د لوبولو چمتووالی لري.
-
د آسټریا پارلیمان په ښوونځیو کې د حجاب یاسکارف د بندیز مسوده تصویب کړه
Dec 13, 2025 08:12د آسټریا پارلیمان په دغه هېواد کې د ۱۴ کلونو څخه د کم عمره نجونو لپاره په ښوونځیو کې د حجاب د بندیز پلان تصویب کړ.
-
روسیې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر زیاتېدونکو ترینګلتیاوو ژوره اندېښنه څرګنده کړه
Dec 13, 2025 03:38روسیه د پاکستان او د افغانستان د طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه سختې اندېښې څرګندې کړي او له دواړو لورو یې غوښتي چې اختلافات له دیپلوماتیکو لارو هوار کړي، څو په سیمه کې د بېثباتۍ او جګړو مخه ونیول شي.
-
صهیونیسټ رسنۍ: د ایران توغندوي پروګرام کمزوری شوی نه دی
Dec 13, 2025 03:37پارس ټوډې - د مختلفو نړیوالو اټکلونو وروسته چې د ایران د اسلامي جمهوریت د توغندیو پروګرام د صهیونیسټ رژیم د تحمیل شوي جګړې کې سخت زیانمن شوی نه و، تل ابیب هم اوس دا مسله منلې ده.
-
د ایران ولسمشر او د پاکستان لومړي وزیر د اسلام آباد د تړونونو په پلي کولو او د ترانسپورت او سرحدي همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ.
Dec 13, 2025 03:32پارس ټوډې - د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د ترکمنستان په عشق آباد کې د سولې او باور د نړیوالې غونډې په څنډه کې سره ولیدل او د ترانسپورت، ټرانزیټ او د سرحدي زیربناوو د پراختیا په برخو کې د دواړو هیوادونو پراخو ظرفیتونو ته اشاره وکړه، او د هغو تړونونو په عملي تعقیب ټینګار وکړ چې اسلام آباد ته د ایران د ولسمشر د وروستي سفر په جریان کې نهایی شوي وو.
-
پزشکیان: هوډ لرو چې له روسیې سره جامع تړون پلي کړو
Dec 13, 2025 03:30پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د روسیې له ولسمشر سره په لیدنه کې وویل: هوډ لرو چې له روسیې سره جامع تړون او د استارا-رشت سړک پلي کړو.
-
د پاکستان او عراق له بندخونو نږدې ۲۳۰ افغان کډوال ازاد شول
Dec 12, 2025 02:23د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان او عراق له بندخونو د ۲۲۸ افغان کډوالو د ازادېدو خبر ورکړی.