ایران د قسام کنډکونو د قومندان عزالدین حداد وژله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173000-ایران_د_قسام_کنډکونو_د_قومندان_عزالدین_حداد_وژله_وغندله
پارس ټوډی- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره د فلسطین د اسلامي مقاومت د غورځنګ (حماس) د پوځي څانګې عزالدین قسام کنډکونو د مشر قومندان عزالدین حداد په ټرور کښې د ظالم صهیونیسټي رژیم اقدام په کلکه وغنده.
(last modified 2026-05-17T06:52:21+00:00 )
May 17, 2026 11:20 Asia/Kabul
  • د ایران د بهرنیو چارو وزرات
    د ایران د بهرنیو چارو وزرات

پارس ټوډی- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره د فلسطین د اسلامي مقاومت د غورځنګ (حماس) د پوځي څانګې عزالدین قسام کنډکونو د مشر قومندان عزالدین حداد په ټرور کښې د ظالم صهیونیسټي رژیم اقدام په کلکه وغنده.

د پارس ټوډی د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په بیانیه کښې راغلي دي: د فلسطیني مشرانو او پوهانو بزدلانه وژله د هغه رژيم د استیصال او لالهاندۍ روښانه نښه ده چې په تیرو اتو لسیزو کښې د ډیرو بوږنوونکو جنایتونو او د لکونو انسانانو له وژلو سره سره نه دی توانیدلی چې د فلسطین د خلکو په ذهنونو او زړونو کښې د اپارټایډ نیواکګرۍ او قهرجن استعمار په وړاندې د مقاومت روح ختم کړي، داشان چې فلسطینیان له بل هر وخت نه زیات د خپلو انساني حقوقو په تیره بیا د خپل برخلیک د ټاکلو د حق د ترلاسه کولو لپاره مبارزې ته لاهوډمن دي.

په دغې بیانیې کښې همداشان ټینګار شوی دی: بې شکه چې د مقاومت د قومندانانو او فلسطیني پوهانو د بدن له مینځه وړل به، نه یوازې د مقاومت په مکتب او لاره کښې کوم خلل رامینځته نه کړي بلکې د فلسطین د عزت او آزادۍ د لارې لارویانو او مجاهدانو ته به الهام وروبخښي.