طالبان: د سنتکام څرګندونې د افغانستان واقعیت نه انځوروي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i173018-طالبان_د_سنتکام_څرګندونې_د_افغانستان_واقعیت_نه_انځوروي
په قطر کې د طالبانو سفیر د افغانستان د امنیتي تحولاتو په اړه د سنتکام د قوماندان وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې د امریکا ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ دی.
(last modified 2026-05-17T11:36:17+00:00 )
May 17, 2026 15:59 Asia/Kabul
  • طالبان: د سنتکام څرګندونې د افغانستان واقعیت نه انځوروي

په قطر کې د طالبانو سفیر د افغانستان د امنیتي تحولاتو په اړه د سنتکام د قوماندان وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې د امریکا ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ دی.

په قطر کې د طالبانو سفیر د افغانستان د امنیتي تحولاتو په اړه د سنتکام د قوماندان وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې د امریکا ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ دی.

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، سهیل شاهین ویلي چې د افغانستان د وضعیت په اړه قضاوت باید د میداني واقعیتونو پر بنسټ وشي.

هغه د امنیتي ګواښونو په اړه راپورونه رد کړل او ویې ویل چې خلک د هېواد په ټولو برخو کې عادي ژوند کوي او د ځینو رسنیو راپورونه د افغانستان د حقیقت استازیتوب نه کوي.

شاهین له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د بې‌اساسه راپورونو او مغرضانه برداشتونو پر ځای افغانستان ته سفر وکړي او له نږدې امنیتي وضعیت وارزوي.

تر دې وړاندې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ لوی درستیز براد کوپر د سنا یوې غونډې ته ویلي وو چې افغانستان لا هم د ترهګریزو فعالیتونو او سیمه‌ییزو امنیتي ګواښونو د څارنې لپاره د واشنګټن له اصلي تمرکزونو څخه دی.