-
۳۱ اسلامي هیوادونو د نتانیاهو څرګندونې وغندلې
Aug 16, 2025 11:52د ۳۱ اسلامي او عربو هیوادونو خارجه وزارتخانو او سیمه ایزو سازمانونو د «ستر اسرائيل» په هکله د صهیونیسټي رژیم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو څرګندونې په کلکه وغندلې او هغه یې د عربو د ملي امنیت او د سیمه ایزو صلحې خلاف نیغ په نیغه ګواښ وباله.
-
لوړ پوړی ایراني ډیپلومات: له اسراییلو د نړیوالې محکمې د مرستیالې ملاتړ له قضایي اخلاقو یوه حیرانونکې سرغړونه ده
Aug 16, 2025 11:30پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال وزیر نن شنبه په یو پیغام کې له صهیونیسټ رژیم څخه د نړیوالې محکمې د مرستیالې ملاتړ ته په ځواب کې وویل: د داسې رژیم ملاتړ چې په محکمه کې ګڼې دوسیې لري د نړیوالې محکمې اعتبار کمزوری کوي.
-
د ملګرو ملتو په تور لیسټ کښې شاملیدو ته د حماس غبرګون
Aug 16, 2025 10:53پارس ټوډی – د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) نن د جنسي تشدد او وسله والو نښتو په لړ کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي رپورټ رد کړ او د ملګرو ملتو په تور نوملړ کښې یې د دې غورځنګ د نوم د شاملولو فیصله د قانوني نظره نامعتبره او د حقیقت اپوټه وبلله.
-
د حسینی اربعین له زیارتوالو د اهل سنت خدمت کول،د یووالی او یوزړتوب بیلګه
Aug 16, 2025 10:11پارس ټو ډې ؛د ایران د کردستان سیمې د خلکو په تیره بیا د اهل سنتو له خوا د حسینی زیارتوالو میلمه پالنه او د زیارتوالو خدمت کول د مسلمانانو ترمینځ د یووالي او همدلۍ ښکاره بېلګه ده. هغه وویل، اوس د ټولنې اسلامي یووالي ته تر بل هر وخت زیاته اړتیا ده او چارواکي باید د دې ارزښتناکې شتمنۍ ساتنه وکړي.
-
د اسراییلو پوځي شنونکی: تل ابیب د ایران د غچ اخیستنې له وېرې د لوړ پوړو افسرانو لپاره امنیتي ترتیبات بدلوي
Aug 16, 2025 09:22پارس ټوډی - د عبراني ژبې معاریو ورځپاڼې یو پوځي شنونکي د شنبې په ورځ وویل چې نیواکګر پوځ د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د وروستۍ جګړې وروسته اړ شو چې د لوړ پوړو پوځي افسرانو د ساتنې ټول مفهوم بدل کړي.
-
د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو په انقره کې غونډه وکړه
Aug 16, 2025 03:02د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په انقره کې له خپل ترکي سیال نوح یلماز سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.
-
له صهیونیستي رژیم سره سازباز کونکي خپلوځانونو ته ستر تاوان رسوي
Aug 15, 2025 10:31د عمان مفتي وویل، د دښمن ملاتړي باید دا درک کړي چې د دوي لپاره د خلاصون بله لار نشته پرته له دې چې د حق لوري ته وګرځي، په ایماني او کلامي وحدت سره یوځای شي او د هغه حق ملاتړ وکړي چې یوازې پرېښودل شوی دی.
-
د افغانستان طالب ځواکونو پر داعشي ترهه ګر بریدونه وکړل
Aug 15, 2025 10:18د افغانستان د ننګرهار ولایت ځاي چارواکو نن سهار وختی وئيلي دي، د طالبانو امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په درهنور ولسوالۍ کې د داعش خراسان څانګې د یوه پټنځای په معلومولو سره ورباندې برید کړی.
-
په غزې کې د اسرائیلو جنایاتونه منظمه نسلوژنه ده
Aug 15, 2025 10:07د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ رهبر له علماوو، کلتوري شخصیتونو او خطیبانو وغوښتل چې د مسجدالاقصى مقدس مقام په امت کې لوړ کړي او د دښمن سره د اړیکو د عادي کولو خطرې هم روښانه کړي.
-
د پاکستان مشرانو جرګې قاليباف ته د سفر بلنه وکړه
Aug 15, 2025 09:18د پاکستان د مشرانو جرګې د عامه اړیکو دفتر ویلي، د مشرانو جرګې د مشر سلاکار مصباح کَهر په اسلاماباد کې د ایران د سفارت له مرستیال نبي شیرازي سره په کتنې کې د یوسف رضا ګیلاني له خوا د قاليباف لپاره رسمي بلنه وړاندې کړه.