امریکا دې اروپا په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي
-
د اروپائي شورا مشر آنتونیو کاستا
پارس ټوډې – د اروپائي شورا مشر وویل: د امریکا د ملي امنیت سند د اروپائي چارو د داخلي مداخلو لپاره د نه منلو وړ ګواښونه لري، په داسې حال کې چې امریکا باید زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
د اروپايي شورامشر انتونیو کاستا د ډونالډ ټرمپ د حکومت د نوي ملي امنیتي ستراتیژئ پر سند نیوکه وکړه او اندېښنه ئې څرګنده کړه چې دا سند د روسیې له هرکلي سره مخ شوی دی. کاستا په دې ټینګار وکړ چې مونږ د امریکا له لورې د اروپا د سیاستونو په اړه د مداخلې ګواښ نه منو او متحده ایالات د اروپايي وګړو پر ځای دا پرېکړه نشی کولی چې کوم سیاسي ګوندونه ښه او کوم بد دي.
د اروپايي شورا مشر همدارنګه د امریکا د ملي امنیت د سند پر هغو برخو نیوکه وکړه چې پکې د اروپائي اتحادئې هڅې د امریکا د سترو ټیکنالوژیکي شرکتونو د ځوابولو په برخې کې تر پوښتنې لاندې راوستل شوې دي. هغه زیاته کړه: واشنګټن د اروپا پر ځای دا نشي ټاکلی چې د بیان د آزادۍ مفهوم څه دی.
کاستا وویل: بې له دې چې معلومات ازاد وي، د بیان آزادي به هېڅ معنی و نه لري.
د امریکا د ملي امنیت د نوي سټراټیژي سند چې تیره اوونۍ خپور شوی، اروپا ئې له حده په زیاتې منظمونې او د مهاجرت له لارې د تمدني حذف د خطرې له ګواښ سره په تړاو تورنه کړې ده.