د واشنګټن د سلطه پالودریځونو د تکرار نوی انداز؛ نوي سټراټژي
پارس ټوډی - د امریکا د نوي ملي امنیتي سټراټیژۍ سند خپور شو، چې په کې د واشنګټن سلطه پالو دریځونه البته په یو لړ نوو ادبیاتو سره تکرار شوي دي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په پړاؤ کې د امریکا د ملي امنیت د نوې سټراټیژۍ په سند کې د ایران په اړه د ادعاګانو بیا تکرارولو سره پر یوه سیمه ایز رول د امریکا د نړیوال رول پر بدلیدا او پر لاتینې امریکا د سلطې پر زیاتولو ټینګار شوی دی.
ټرمپ ددغه سند په سریزې کې چې د جمعې په ورځ، یعني د دسمبر په پنځمه نېټه خپور شوی، ادعا وکړه چې ایران د د مونږ د نیمې شپې په عملیاتو کې ایټمي یورانیمو د بډایولو ظرفیت له لاسه ورکړی دی.داپه داسې حال کې دي چې د ټرمپ ددې ادعا په اړه سخت شکونه رامینځةشوي دي. د ایران په ایټمي تاسیساتو باندې د تیریو له نتیجو څخه د امریکا د امنیتي ادارو لومړني ارزونې ښئي چې ایران د خپل ایټمي ظرفیت ساتلو توان لري. د نړیوالې ایټمي انرژۍ د آژانس عمومي مدیر رافایل ګروسي هم د نومبر په میاشت کې وویل: "که څه هم ټرمپ د ایران د ایټمي طاقت د له مینځه وړلو خبرې کوي، خو د ایران ایټمي پوهه له مینځه نه ده تللې. هغه سنټریفیوژونه چې د یورانیمو د غني کولو لپاره کارول کیږي، بیا جوړېدونکي دي.
ټرمپ همدارنګه ادعا وکړه چې مونږ یوازې په اتو میاشتو کې اته زیاتیدونکي جګړې او شخړې حل کړې، لکه د کامبوجیا او تایلنډ ترمنځ شخړه، د کوزووا او سربیا ترمینځ ترینګلتیا، د کنګو دیموکراټیک جمهوریت او رووانډا ترمنځ بلواوې ، دپاکستان او هندترمینځ جنګ، د اسرائیلو او ایران، مصر او ایتوپیا، ارمنستان او اذربایجان شخړې او د غزې هغه جګړه چې پکې د ټولو ژوندیو بندیانو خپلو کورنیو ته د ستنیدو زمینه برابره شوه. البته د ټرمپ دغه ادعا هم د هند لخوا رد شوې ده، او په غزې کې د اسرائیلو د جګړې په اړه هیڅ ډول اوربند نه دی اعلان شوی، بلکه یوازې بریدونه ځنډول شوي دي.
د ټرمپ حکومت په دغه سند کې ویلي چې امریکا به خپله نړیواله ونډه په دې ډول بدله کړي چې د لاتیني امریکا په سیمې کې واک ولري او د مهاجرت پر وړاندې به سخته مبارزه وکړي. سڼراتیژۍ همدا راز پر اروپائي متحدانو سختې نیوکې کړي او ویلي ئې دي چې امریکا به د اروپائي اتحادئې د ارزښتونو په مقابل کې له مخالفانو ملاتړ وکړي، په ځانګړي ډول د مهاجرت په اړه. دغه سند د د یوازیني زبرځواک لپاره دامریکا د څو لسیزو اوږدې هلې ځلې څنګةکړي او ادعا ئې کړې ده چې امریکا د ځان لپاره د نړیوالې سلطې سپيره مفکوره رودي.په دغه سند کې راغلي دي ، امرکیا به هماغه راز د نورو قدرتونو د سلطې مخه ونیسی، خو دا د نړۍ د ټولو سترو او متوسطو قدرتونو د نفوذ د محدودولو لپاره د وینې او د شتمنیئ د ضایع کیدا په معنا نه ده .
په حقیقت کې،د امریکا د ۲۰۲۵ کال د ملي امنیت د ستراتیژۍ سندد واشنګټن د سلطه پالو سیاستونو ددوام یو روښانه انځور وړاندې کوي. دغه ۳۳ پاڼو باندې مشتمل سند په څو مهمو برخو تمرکز کوي: لومړی، د امریکا نړیوال پوځي شتون د فوري منظمول داسې چې له سملاسي ګواښونو سره په تناسبت کې وي، او د هغو سیمو څخه لیرې کیدل چې د امریکا د ملي امنیت لپاره ئې اهمیت کم شوی وی. دغه پوځي بدلون د یو داسې نوې لید څرګندونه ده چې امریکا د نړیوال رول په ځای، پر سیمه ایز او نیمه لویدیځې کرُې باندې په تمرکز ټینګار کوي.
د دې ستراتیژۍ له مخې، د ټرمپ حکومت په څرګنده توګه د "مونرو نظرئې بیا جوړولو ته اشاره کړې ده. دغه نظریه چې دوه پیړۍ مخکې جوړ شوی و، د لاتیني امریکا د سیمې لپاره د سیالانو د نفوذ د مخنیوي په توګه پیژندل کیږي. په دې سند کې واشنګټن پر کیڼ او سوشیلیسټي رهبرانو د دباؤ د اچولو ، د پاناما چینل په څېر د سټراټیژیکو منابعو کنټرول او د موادو د قاچاق چینلونو په کنترولولو باندې ټینګار کوي.
په اروپا او ناتوئي حوزې کې، دغه سند د اروپائي متحدانو په اړه نیوکه کونکي ژبه لري او حتی خبرداری ورکوي چې د اروپا تمدن د مینځه تلو په درشل کې دی. امریکا ویلي چې د اروپائي اتحادئې د ارزښتونو مخالفانو په اړه به ملاتړ وکړي. دا څرګندونه په ښکاره توګه د واشنګټن هڅې ښئي چې پر اروپا دباؤ رابرسیره کړي او ناټو د امریکا د ګټو د وسیلې په توګه بیا تعریف کړي.
په لویدیځي آسیا کې، دغه سند ادعا کوي چې د غزې جګړه پای ته رسیدلې او د اسرائیلو امنیت ساتل شوی دی. همدارنګه دایران په ضد د امریکا او اسرائیلو بریدونو ته اشاره شوې ده ، او ادعا شوې چې دغه بریدونو د ایران د ایټمي ظرفیت ته زیان رسولی دی. د ایران پر ضد دا ادعاوې د "زیاتره " په نامې سره د سیاست دوام ښئي او د دې هڅه کوي چې د ایران سیمه ایز نفوذ محدود کړي. په داسې حال کې چې ټرمپ نه یوازې په لومړي پړاؤ کې بلکه اوس هم په ایران باندې د دباؤ د زیاتولو او د خپل زیات غوښتنو په ترلاسه کولو کې بریالی نه دی .
په ټول کې ، د ۲۰۲۵ کال د ملي امنیت سند نه یوازې د "امریکا اول " د پالیسۍ انعکاس دی، بلکې دا ښئي چې واشنګټن لا هم د نړۍ په اساسی سیمو کې د خپلې سلطې د ټینګولو هڅې کوي. سره له دې چې دغه سند د "نړیوالې سلطې د موندنې مفکوره ردوي، خو په عمل کې ئې د امریکا د سلطه غوادو دریځونو تکرار دی چې دغه هېواد ئې له لسیزو راهیسې تعقیبوي.