-
په انتخاباتو کښې ګډون په نړیوالو ډګرونو کښې د ایران قدرت زیاتوي
Jun 18, 2021 03:05د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع وزیر ټینګار وکړ چې په ټولټاکنو کښې د خلکو برخه اخیستل په نړیوالو ډګرونو کښې د ایران طاقت او قدرت لازیاتوي.
-
د اسلامي انقلاب معظم رهبر خپله راې ورکړه
Jun 18, 2021 03:03حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د ووټنګ له پیلیدو څو منټه وروسته خپله راې صندوق ته واچوله
-
د رایو صندوقونو ته په حاضرېدو سره د دشمن آرزوګانې پوره کېدو ته پرې نږدوو
Jun 17, 2021 11:46د اېرنا د رپوټ له مخې حسن روحاني نن وويل: دښمنان په سړه توګه د انتخاباتو په تکل کښې او نو عوامو ته پکار دي چې د رايو صندوقونو ته په تود شتون سره د دښمنانو د ارزو پوره کېدو اجازه ورنه کړې شي.
-
په انتخاباتو کښې د خلقو د شتون د اهميت د څه رنګوالي په اړه د معظم رهبر نظر
Jun 17, 2021 11:40د اسلامي انقلاب معظم رهبر تاکيد وکړ، په اسلامي نظام کښې جمهوريت د خلقو په ګډون سره عملي کيږي او که په انتخاباتو کښې ګډون کم وي نو دښمن د زوروينې مجال پېدا کوي.
-
جنیوا کښې د بایډن او پوتین ملاقات، د امریکې او روسیې د اختلافاتو دوام
Jun 17, 2021 11:23د مودو مودو له انتظار او ګونګوسو وروسته د امریکې او روسیې د ولسمشرانو کتنه بلآخره د جون په شپاړسمه نیټه د سویټزرلینډ په جنیوا ښار کښې په دوو نوبتونو کښې وشوه چې څلور نیم ساعته اوږده وه.
-
معظم رهبر به سبا خپله رائې صندوق ته اچوي
Jun 17, 2021 09:10د اسلامي انقلاب معظم معظم رهبر به سبا د جمعې په ورځ خپله رائې صندوق ته اچوي.
-
د سلامتيا په برخه کښې بدلون بې مثاله دے
Jun 17, 2021 08:59د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر تاکيد وکړ، د سلامتيا په برخه کښې رامنځته شوے بدلون بې مثاله دے.
-
د ايران د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نامزد عليرضا زاکاني انصراف
Jun 17, 2021 07:25د ايران د اسلامي جمهوريت د کورنيو چارو وزارت په خپله نولسمه اطلاعيه کښې اعلان وکړ: د ولسمشرۍ د انتخاباتو د قانون د ۵۵ مادې د تبصرې د اجرا په لړ کښې د دغې دورې د انتخاباتو نامزد عليرضا زاکاني د روان هجري نمريز کال د روانې غبرګولي مياشتې په اويشتمه نېټه خپل انصراف د کورنيو چارو وزارت ته اعلان کړے دے.
-
د زابل شینکۍ ولسوالي طالبانو ته پرېښودل شوې
Jun 17, 2021 11:58د افغانستان د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق بیان وایي چې د دغه ولایت شینکۍ ولسوالي د ولایتي چارواکو په منځګړیتوب طالبانو ته پرېښودل شوې او سقوط یې کړے دے.
-
په افغانستان کښې حکومتي ځواکونو ته درانۀ سرتاوانونه رسېدلي دي
Jun 17, 2021 11:51په فارياب ولايت کښې له طالب ډلې سره په نښته کښې د افغانستان د فوځ يويشت ځواکونه ووژل شول.