په انتخاباتو کښې ګډون په نړیوالو ډګرونو کښې د ایران قدرت زیاتوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101824-په_انتخاباتو_کښې_ګډون_په_نړیوالو_ډګرونو_کښې_د_ایران_قدرت_زیاتوي
د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع وزیر ټینګار وکړ چې په ټولټاکنو کښې د خلکو برخه اخیستل په نړیوالو ډګرونو کښې د ایران طاقت او قدرت لازیاتوي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 18, 2021 07:35 Asia/Kabul
  • په انتخاباتو کښې ګډون په نړیوالو ډګرونو کښې د ایران قدرت زیاتوي

د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع وزیر ټینګار وکړ چې په ټولټاکنو کښې د خلکو برخه اخیستل په نړیوالو ډګرونو کښې د ایران طاقت او قدرت لازیاتوي.

جنرال امیر حاتمي هم داشان وویل چې په انتخاباتو کښې په پراخه توګه د خلکو ګډون به د اسلامي نظام د ملي او ولسي اډانې لامل وګرځي.

هغه زیاته کړه: د ایران ولس د استکبار د شیطاني کیمپ د ټولو نرمو او سختو یرغلونو په وړاندې د ډیرو تجربو په ترلاسه کولو سره مقاومت او اودریدنه کړې ده او نن سبا په نړیوال ډګر کښې بې ساري استحکام او اقتدار ته رسیدلی دی.

د ایران دفاع وزیر هم داشان وویل: دښمن هڅه کوي چې د نفسیاتي عملیاتو، نرم جنګ او د دباؤنو په زیاتولو سره د ایران په ستر ولس رعب واچوي او کمزوری یې کړي.

هغه زیاته کړه چې د دغه غولونکي او مکار دښمن په وړاندې باید بصیر او بیدار ووسو او یوه شیبه هم غفلت ونه کړو.

د ویلو ده چې نن په ټول ایران کښې د ولسمشریزو انتخاباتو دیارلسم پړاؤ ترسره کیږي. ورسره د کلیو او ښارونو د شوراګانو د ټاکنو لپاره هم راې ګیري یا ووټنګ کیږي.