د اسلامي انقلاب معظم رهبر خپله راې ورکړه
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د ووټنګ له پیلیدو څو منټه وروسته خپله راې صندوق ته واچوله
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د راې اخیستنې یا ووټنګ د پیلیدو په وړومبنیو دقیقو کښې د تهران په امام خمیني(رح) حسینیه کښې د راې اخیستنې په ۱۱۰ موبایل مرکز کښې په حاضریدو سره خپله راې یا ووټ صندوق ته واچوه
د ویلو ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشرۍ د دیارلسم پړاؤ، د ښارونو او کلیو د اسلامي شوراګانو د انتخاباتو شپږم پړاؤ، د رهبري خبرګانو د شورا د پنځم پړاؤ مینځ مهاله انتخابات او د اسلامي شورا د یوولسم پړاؤ د مینځ مهاله ټولټاکنو په لړ کښې رایه اخیستنه څو دقیقې مخکښې یعنې د سهار په اووه بجې په ټول ایران کښې پیل شوه.
له ایرانه په بهرو زیاترو هیوادونو کښې د استوګنو ایرانیانو لپاره هم د ووټنګ یا راې ګیرۍ مرکزونه په نظر کښې نیول شوي دي.