-
په بلخ کې د ټرافیکي پېښو له امله ۱۰۸ کسان وژل شوي
Feb 20, 2024 01:17د افغانستان په بلخ ولایت کې د روان ۱۴۰۲ کال له پیله تردې مهاله، ۱۰۸ کسانو په ټرافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
-
روسي پانګوالو په افغانستان کې له کثافاتو د برېښنا د تولید لپاره چمتووالی اعلان کړ
Feb 19, 2024 09:05له بلې خوا په دې کتنه کې شیخ شهاب الدین دلاور له دغو پانګوالو مننه وکړه او ویې ویل چې بهرني او کورني پانګوال کولای شي له کومې اندېښنې پرته د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي
-
د لبنان حزب ا... د صهیونیسټی رژیم د پوځ په مورچو سختې حملې وکړې
Feb 19, 2024 10:57حزب ا... همداشان دنیواکي شوي فلسطین په شمال کښې د «شمیرا» په ښارګوټي کښې د صهیونیسټي پوځیانو د غونډې او یوه بله غونډه په نښه کولو اعلان وکړ. دحزب ا... په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغو بریدونو کې څو تنه صهیونیسټي پوځیان مړه او ژوبل شوي دي .
-
د دوحې غونډه د وخت ضایع کول دي
Feb 19, 2024 08:08د طالبانو ویاند ذبیح... مجاهد بیا ویلي، چې په غونډه کې مهم بحثونه نشته او د ده په وینا، د وخت ضایع کول دي.
-
په سور سمندر کې یوه انګلیسي کښتۍ په نښه شوې
Feb 19, 2024 04:10خبري سرچینو خبر ورکړی چې د سره سمندرګي په باب المندب تنګي کې د بریتانیا یوه بېړۍ په نښه شوې ده.
-
له لوېدیځې آسیا څخه د امریکا د وتلو لازمه، د سیمې د هېوادونو د همکارۍ پراخول دي
Feb 19, 2024 03:46د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال، د سیمې د هېوادونو د همکارۍ پراختیا او د دوستانه اړیکو پیاوړتیا، د لوېدیځې آسیا له سیمې د امریکايي پوځیانو د وتلو مهم شرط وباله.
-
ایران د افریقایي اتحادیې د سرمشریزې له اعلامیې غوڅ ملاتړ اعلان کړ
Feb 19, 2024 02:56د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ناصر کنعاني د فلسطین د مظلوم ملت پروړاندې د جنایتونو د بندولو لپاره، د افریقایي اتحادیې د سرمشریزې له بیانیې څخه د ایران د اسلامي جمهوریت ټینګ ملاتړ اعلان کړ.
-
پر غزې د صهيونیسټي رژيم د حملې له پېل راهيسي، هره ورځ يو خبريال په شهادت رسېږي
Feb 19, 2024 02:18د صهیونیسټي رژیم په حملو کې د خبریالانو د شهادت په هکله وروستی راپور ښیي، چې پر غزې د نیواکګر رژیم د حملو له پیل راهیسې تراوسه ۱۳۱ خبریالان شهیدان شوي دي.
-
په مونیخ ناسته کې د افغان ښځو په اړه یادې شوې اندېښنې بېبنسټه دي
Feb 19, 2024 02:05د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په مونیخ ناسته کې د دولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډې اعلامیې په غبرګون کې ویلي چې، په دې غونډه کې د افغان ښځو د حقونو په اړه یادې شوې اندېښنې بېبنسټه دي او ټول افغانان خپلو حقونو ته لاسرسی لري.
-
روان کال تر ۷۰ زرو زیاتو سیلانیانو هرات ته سفر کړی
Feb 19, 2024 02:03د افغانستان د هرات د اطلاعات او کلتور مشر ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې تر ۷۰ زرو بهرنیو او کورنیو ګرځندویانو د دې ولایت بېلابېلو تاریخي سیمو ته سفرونه کړي.