د نتانیاهو نویو شرطونو د صلحې د ټینګښت مخه ونیوله
(last modified Thu, 18 Jul 2024 03:09:55 GMT )
Jul 18, 2024 07:39 Asia/Kabul
  • د نتانیاهو نویو شرطونو د صلحې د ټینګښت مخه ونیوله

د اسرائیلو د نسل وژونکي رژيم د جنګ وزیر وویل: د فلسطین د اسلامي مقاومت د غورځنګ(حماس) له شرطونو سره د دغه رژيم د وزیراعظم «بنیامین نتانیاهو» مخالفت، موافقې ته رسیدل له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د اسرائیلو د نسل وژونکي رژيم د جنګ وزیر وویل: د فلسطین د اسلامي مقاومت د غورځنګ(حماس) له شرطونو سره د دغه رژيم د وزیراعظم «بنیامین نتانیاهو» مخالفت، موافقې ته رسیدل له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د صهیونیسټي رژیم د جنګ وزیر «یوآو ګالانټ» زیاته کړه: بنیامین نتانیاهو د صلحې له ټینګښت سره مخالفت کوي لپاره د دې چې د کابینې د ائتلاف دوه غړي یعنې د کورني امنیت وزیر ایتامار بن ګویر او د مالیې وزیر له لاسه ورنه کړي.

ګالانټ زیاته کړه: تر راتلونکو دوو اونیو د اوربند د موافقې د نه کیدو په بڼه کښې به د صهیونیسټي اسیرانو برخلیک په خطر کښې ولویږي.

د موساد د مشر او د شاباک د مشر او همداشان د اسرائیلو د پوځ د لوې درستیز په شمول د صهیونیسټي رژیم ځینو نورو چارواکو هم ویلي دي چې د نتانیاهو له خوا د ایښودل شویو نویو شرطونو په وجه به د اوربند موافقې ته رسیدل ګران شي.

د صهیونیسټي چارواکو په وینا، د فیلاډلفیا له برخې شاتګ او د غزې د شمال د اوسیدونکو د ستنیدو مخنیوی، د صلحې له موافقې سره د نتانیاهو د مخالفت وجوهات دي.