-
د یورانیمو د پخولو له حق څخه د ایران د تیریدا هیڅ سناریو نشته
May 17, 2025 01:11ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په خپلې ایکس اینټرنیټ پاڼې کښې ولیکل داسې هیڅ سناریو نشته چې پکښې ایران په سوله ئیزو هدفونو سره د یورانیمو د پخولو لپاره له خپل حق څخه چې په سختۍ سره محقق شوی دی سترګې پټې کړي.
-
د نفوسو کمښت د ملي، کلتوري او تاریخي هویت لپاره یو ګواښ دی
May 16, 2025 14:00پارس ټوډې - د تهران د جمعې د لمانځه موقت امام، د ستر رهبر په ویناوو کې د نفوسو اهمیت ته په اشارې سره وویل: د نفوسو د کمښت دوامداره بهیر؛ ملي، کلتوري او تاریخي هویت ګواښي.
-
د ۱۴۰۴ کال د کتاب نړیوال نندارتون ته کتنه
May 15, 2025 13:32په تهران کې د کتاب ۳۶م نړیوال نندارتون، د ایراني او بهرنیو خپرندویانو د پام وړ ګډون سره، خپلو وروستیو ورځو ته د رسېدو په حال کې دی. دا نندارتون نه یوازې د کتابونو د نندارې ځای دی، بلکې په ایران کې د خپرندویه صنعت د تنوع، تحرک او کلتوري پراخوالي لپاره هم یو بهیر دی. په کورني برخه کې، ۱۶۲۶ خپرندویان د نندارتون په تالارونو کې په حضوري ډول د مینوالو هرکلی کوي او په ورته وخت کې، له ۲۳۰۰ څخه زیاتو خپرویانو په مجازي ډول برخه اخیستې وه، چې ډېری یې په ورته وخت کې په حضوري ډول هم په فعالیت بوخت دي.
-
د ایران د ۳۱مې دورې اټومي کنفرانس ترسره کېدل څه اهمیت لري؟
May 14, 2025 09:43پارس ټوډې - د ایران د ۳۱مې دورې اټومي کنفرانس، د علمي نخبګانو، خصوصي سکټور او د ایران د ځوانو ساینسپوهانو په ګډون، د مشهد په مقدس ښار کې پیل شو.
-
د ایران د اټومي پروګرام بندول په اصل کې له امریکا سره په خبرو اترو کې مطرح نه دي
May 14, 2025 06:59پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر دې باندې په ټینګار سره چې د ایران د اټومي پروګرام بندول په اصل کې له امریکا سره په خبرو اترو کې مطرح نه دي، وویل: زموږ اټومي پروګرام به خامخا په جدي توګه دوام وکړي.
-
آیا امریکایان کولای شي ایران ته سفر وکړي؟
May 13, 2025 09:54پارس ټوډې - هغه پوښتنه چې د ډېرو په ذهنونو کې ده: آیا امریکایان کولای شي ایران ته سفر وکړي؟ لنډ ځواب دا دی: هو.
-
عراقچي: د خبرو اترو دا پړاو ډېر جدي او صریح وو
May 12, 2025 10:00پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خبرو اترو د څلورم پړاو پایلو ته په اشارې سره وویل: زموږ له نظره، د یورانیمو غني کول یوه داسې مسله ده چې حتمي باید دوام ومومي او د جوړجاړي لپاره هېڅ ځای نشته.
-
د عمان خارجه وزیر د ایران او د امریکا خبرې مثتبې وبللې
May 12, 2025 02:05زمونږ خبریال راپور راکړی د عمان د بهرنیو چارو وزیر «بدر البوسعیدي» وویل په مسقط کښې د ایران او د امریکا د خبرو اترو څلورم پړاو مثبتې او خلاقانه ایډیاګانې لرلې او د دغو خبرو اترو راتلونکی پړاو به په تهران او واشنګټن کښې له داخلي مشورو وروسته زر ترسره شي.
-
له اسنیپ بیک څخه ناوړه استفاده به د تاوتریخوالو سبب شي
May 12, 2025 01:52زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ټینګار وکړ د اټومي تړون ټولو لاسلیک کونکو هیوادونو ته مو خبرداری ورکړی دی په اتومات ډول د بایکاټونو د بیرته ستنیدا له سازوکار یعني سنیپ بیک(snapback) څخه هر ډول ناوړه استفاده به یوشمیر پایلې ولري
-
د ایران اسلامي جمهوریت د یورانیمو د پخولو په حق ټینګار لري
May 11, 2025 02:15زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ایران او د عربو د خبرو اترو په غونډې کښې په وینا کښې وویل ایران د یورانیمو د پخولو په شمول له اټومي انرژۍ د سوله ئیزې استفادې لپاره په خپل حق ټينګار لري.