-
د ایران د مرکچي پلاوي مشر د خبرو د دوام لپاره اسټریا ته ورستون شو
Mar 09, 2022 10:43ایسنا خبري اژانس وايي د ایران د مرکچي پلاوي مشر علي باقري کني چې د اسلامي جمهوریت له لوړرتبه چارواکو سره د سلامشورې لپاره په لنډ سفر تهران ته راغلی و نن سهار د خبرو اترو د دوام لپاره ویانا ته ورستون شو .
-
په مذاکراتو کښې د پام وړ پرمختګ شوی دی
Mar 09, 2022 03:13په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د ایران د دائمي نمایندګۍ سرپرست په دې خبرې سره چې په خبرواترو کښې ښه پرمختګ شوی دی، موافقې ته رسیدل د امریکې له خوا سیاسي پریکړو ته اړمن وبلل
-
د ویانا د مذاکراتو د ختمېدو او د سیاسي پریکړو وخت را رسېدلی دی
Mar 08, 2022 02:31د ویانا په مذاکراتو کې د اروپایي اتحادیې استازی وویل: اوس د دې وخت را رسېدلي دی چي د سیاسي پرېکړو په تر سره کولو په راتلونکو ورځو کې د ویانا مذاکرات پای ته ورسوو.
-
تهران ته د ګروسي له سفره وروسته د ویانا ایټمی خبرې اترې
Mar 06, 2022 10:51د ایټمي انرژۍ د نړیوالو آژانس عمومی مدیر تهران ته له سفره له ستنیدا وروسته ووئيل ، په ایران کې ئې ښې خبرې اترې درلودلي دي .
-
لابې باید له ایران سره د IAEA پر تعامل اغیزې ونه شیندي
Mar 06, 2022 09:33د ایران او آژانس لپاره ډیره مهمه ده چې مسئلې باید په طبیعي قواعدو او دخپلو مقرراتو په چوکاټ کې ترسره او حل شي .
-
اټومي انرژۍ نړیوال اژانس باید خپلواکه کړچار ولري
Mar 06, 2022 00:39زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په حرفه اي او بې طرفه کړچار ټینګار وکړ .
-
د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس په خبرو رضایت څرګند کړ
Mar 06, 2022 01:40فارس خبري اژانس وايي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي وویل په ایران کښې یې ښې خبرې کړي دي .
-
ایران او اټومي انرژۍ نړیوال اژانس پیاوړي اړیکې غواړي
Mar 06, 2022 00:25زمونږ خبریال وايي د ایران د اټومي انرژۍ ادارې او د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د موضوعګانو د حل کولو په هدف سره موافقه وکړه چې د خپلې ملګرتیا په دوام کښې هماغه ډول چې د تیر میلادي کال د اګست د میاشتې د اوویشتمې نیټې په ګډې بیانیې کښې ویل شوي دي خپل مینځي خبرې اترې او ملګرتیاوې چټکې کړي او هغه پیاوړي کړي .
-
د ويانا خبرې اترې او تهران ته د ګروسي د سفر اهميت
Mar 05, 2022 12:37رافائل ګروسي تهران ته د خپل سفر او د ايران د اسلامي جمهوريت له چارواکو سره د ليدنو کتنو په دوران کښې نن خارجه وزارت ته په ورتګ سره د ايران له خارجه وزير حسېن امير عبدالهيان سره کتنه او صلاح مشورې وکړې.
-
د IAEA مشر دځينو مشورو لپاره تهران ته راغی
Mar 05, 2022 02:23د رافایل ګروسي دغه سفر په داسې شرائطو کې ترسره کیږي ،چې په ویانا کې د ایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ د بندیزونو دختمولو په خاطر خبرواترو اتم پړاؤ دوام لري .