ایران او اټومي انرژۍ نړیوال اژانس پیاوړي اړیکې غواړي
(last modified Sat, 05 Mar 2022 23:25:44 GMT )
Mar 06, 2022 03:55 Asia/Kabul
  • ایران او اټومي انرژۍ نړیوال اژانس پیاوړي اړیکې غواړي

زمونږ خبریال وايي د ایران د اټومي انرژۍ ادارې او د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د موضوعګانو د حل کولو په هدف سره موافقه وکړه چې د خپلې ملګرتیا په دوام کښې هماغه ډول چې د تیر میلادي کال د اګست د میاشتې د اوویشتمې نیټې په ګډې بیانیې کښې ویل شوي دي خپل مینځي خبرې اترې او ملګرتیاوې چټکې کړي او هغه پیاوړي کړي .

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي د دغه اژانس او د ایران ترمینځ د فنی ملګرتیاو د دوام په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د خبرو اترو لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ پرون سهار ایران ته راغلی دی .

دا د ایران په دیارلسم حکومت کښې تهران ته د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر دریم سفر دی چې ترسره کیږي .

تهران ته د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر رافائل ګروسي سفر په داسې شرایطو کښې دی چې د امریکا د بندیزونو د ختمیدا لپاره په ویانا کښې د ایران او د څلور جمع یوې ډلې د خبرواترو اتم پړاو روان دی .

د ایران د ولسمشر مرستیال او د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي پرون مازیګر ګډه بیانیه خپره کړه .

د ایران اټومي انرژۍ ادارې او د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس موافقه وکړه چې د ایران د   اټومي انرژۍ اداره د مارچ میاشتې تر شلمې نیټې پورې د هغو پوښتنو په هکله چې اټومي اژانس د دریو ځایونو په هکله چې ایران ورباندې غور نه دی کړی لیکل شوي توضیحات له اړونده سندونو سره یوځاې  دغه اژانس ته وړاندې کړي .