د ويانا خبرې اترې او تهران ته د ګروسي د سفر اهميت
رافائل ګروسي تهران ته د خپل سفر او د ايران د اسلامي جمهوريت له چارواکو سره د ليدنو کتنو په دوران کښې نن خارجه وزارت ته په ورتګ سره د ايران له خارجه وزير حسېن امير عبدالهيان سره کتنه او صلاح مشورې وکړې.
تهران ته د ګروسي سفر د ايران په اېټمي موضوع او د ايران او د اېټمي انرجۍ د نړيوال آژانس ترمېنځ د مطرح څارونکي سېسټم په نورو موضوعاتو کښې د ځينو نظر اختلافونو د هواري لپاره دے. هغه نن د دغه سفر په دوران کښې د ايران او آژانس ترمېنځ د فني ملګرتيا د دوام په اړه د ايران له خارجه وزير حسېن امير عبداللهيان او له دې مخکې د ايران د اېټمي انرجۍ د ادارې له وياند محمد اسلامي سره ليدل کتل او صلاح مشورې وکړې.
دا د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر مشر سيد ابراهيم رئيسي په حکومت کښې تهران ته د ګروسي دريم سفر دے چې ترسره کيږي.
د اېټمي انرجۍ د نړيوال آژانس د مشر سفر له آژانس سره د ايران د اېټمي انرجۍ د ادارې د چارواکو د وروستيو څو هفتو کوټلو خبرو اترو
او د ترلاسه شويو موافقې وروسته بڼه نيولې ده.
تهران ته د ګروسي سفر د ايران په خلاف د بنديزونو د ختمولو لپاره د ويانا د خبرو اترو په دوران او په داسې حالاتو کښې چې د ځينو باقي پاتې موضوعاتو د نه هواري په وجه لا د موافقې د ترلاسه کېدو لپاره څه روښانه پس منظر موجود نه دے زيات اهميت لري. په تېره بيا دا چې صهيونېسټ رژيم چې حتی ويانا ته د يو پلاوي په لېږلو سره د دغو خبرو اترو د ګډوډولو کوشش کوي اوس په دې زمينه کښې د يوې نتيجې له حاصلېدو څخه په نااميدۍ سره هيله من دے چې د خپلو تخريبي اقداماتو نتيجې ته رسولو په خاطر لپاره خپلو مقاصدو ته د رسېدو لپاره له وروستي فرصت څخه ناوړه استفاده وکړي.
ايران له آژانس سره د اختلافاتو د اختلافي مواردو د تړلو غوښتونکے دے. که څه هم په تېرو لسو ورځو کښې د ايران او آژانس ترمېنځ خبرې اترې زياتې سختې او له خنډونو ډکې وې خو دواړو لورو د رغانده نوښتونو ترڅنګه په وروستيو ورځو کښې د آژانس د ايران د اېټمي انرجۍ د ادارې ترمېنځ د پېشه ورانه او دوامدارو تعلقاتو او ملګرتياو ساتنې د ايران او آژانس ترمېنځ د مفاهمې له دوام سره ښه مرسته کړې ده. په حقيقت کښې د ايران او آژانس ترمېنځ د څارنې د سېسټم روان موضوعات د ويانا د خبرو اترو د بهير د سستۍ په يو اصل وجې بدل شوي دي او تهران ته د ګروسي سفر د ايران او آژانس ترمېنځ د څارنې د سېسټم د روانو موضوعاتو د هواري لپاره د لارې د ګډې نفشې له ترلاسه کېدو سره مرسته کولې شي په ويانا کښې د بنديزونو د لرې کولو په خبرو اترو کښې د موافقې د ترلاسه کېدو يو مهم خنډ ختمېدو ته هيله من کېدې شوو.
د ايران د اېټمي مسئلې او په اېټمي سائيټونو باندې د څارنې د مختلفو اړخونو په اړه د آژانس رپوټ مثبت وي نو ويلې شوو چې بالاخره به د ويانا د خبرو اترو دوسيه وتړلې شي او دواړه لوري به يوې موافقې ته اورسي. په همدې وجه تهران ته د اېټمي انرجۍ د نړيوال آژانس د مشر اوسنے سفر زيات اهميت او حساسيت لري. د ايران اسلامي جمهوريت تل له آژانس سره د تفاهم او د دغې ادارې د څارونکو سېسټمونو په چوکاټ کښې د خپلو ژمنو په پوره کولو باندې تاکيد کړے دے.
---------------