د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس په خبرو رضایت څرګند کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i113074-د_اټومي_انرژۍ_نړیوال_اژانس_په_خبرو_رضایت_څرګند_کړ
فارس خبري اژانس وايي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي وویل په ایران کښې یې ښې خبرې کړي دي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 06, 2022 05:10 Asia/Kabul
  • د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس په خبرو رضایت څرګند کړ

فارس خبري اژانس وايي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي وویل په ایران کښې یې ښې خبرې کړي دي .

هغه پرون مازیګر په یوې وینا کښې په دې خبرې سره چې په تهران کښې مې ښې خبرې کړي دي وویل  مونږ د خپلو دندو د ترسره کولو او اټومي موافقې ته په کامل ډول د ستنیدا په حال کښې یوو .

رافائل ګروسي وویل هغه څه چې په ویانا کښې د ایران د اټومي خبرو اترو د بشپړولو لپاره ورته ضرورت لرو د ملګرتیا ښودل دي .

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي وویل زه فکر کوم چې د ایران  خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان نیت لري د اټومي خبرو اترو د ختمولو لپاره ویانا ته لاړ شي .