-
ایران به بې له شکه د برجام د ایټمي نړیوالو مذاکراتو ته راستون شي
Oct 05, 2021 02:36د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چي ایران به بې له شکه د برجام نړیوالو ایټمي مذاکراتو ته راستون شي خو تر دې مخکې به د مذاکراتو تېرو پړاونه وڅېړي او بیا به د مذاکراتو د پیل نېټه وټاکي.
-
اټومي انرژۍ نړیوال اژانس باید د اسرائیلو په اړه دریځ روښانه کړي
Oct 04, 2021 00:54ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي د پارلمان د نویم(۹۰) اصل د کمیسیون له غړیو سره له ګډې غونډې وروسته ټینګار وکړ د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د صهیونیسټ رژیم د ترهګر اقدام په هکله خپل دریځ روښانه کړي .
-
ایران له اټومي انرژۍ د بریښنا د تامینولو کوشش کوي
Oct 04, 2021 01:50د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي وویل چې ایران د اټومي انرژۍ له لارې د هیواد د بریښنا د پنځوس (۵۰) فیصده ضرورتونو د پوره کولو هڅه کوي .
-
باید په کامل ډول د اټومي تړون اجرا ته ورستانه شو
Oct 03, 2021 10:09ایرنا خبري اژانس وايي د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسول جوزپ بورل وویل باید د اټومي تړون په کامل ډول اجرا ته بیرته ورستانه شو کوم چې د بایکاټونو په ختمولو سره موافقې ته د امریکا د بیرته ستنیدا په معنا ده .
-
اسلامي ایران له اټومي تړون ورهاخوا هیڅ ژمنه نه مني
Oct 01, 2021 00:44زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده ټینګار وکړ ایران له اټومي موافقې ورهاخوا هیڅ ژمنه نه مني .
-
په شانګهايي موسسې کښې د ایران غړیتوب ډیر مهم دی
Sep 30, 2021 02:11زمونږ خبریال وايي د امریکا نیوزویک مجلې وویل د شانګهايي په ملګرتیا موسسې کښې د ایران غړیتوب به لویدیځ هیوادونه دایران له اټومي پروګرام سره په مقابلې کولو کښې لا پسې محدود کړي .
-
واشنګټن د اټومي مرکز د کتنې په هکله د څه ویلو صلاحیت نلري
Sep 28, 2021 10:45زمونږ خبریال وايي د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي د اټومي انرژۍ له نړیوال اژانس سره د ایران د اسلامي جمهوریت د ملګرتیا په هکله د امریکا د بیانیې په ردولو سره وویل هغه هیوادونه چې د ایران د اټومي مرکز پرضد یې ترهګرې حملې ونه غندلې د دغو اټومي مرکزونو د کتنې په هکله د نظر څرګندولو صلاحیت نلري .
-
د کرج ودانۍ ته د لاسرسي مخنیوی د سیف ګارډ خلاف ورزۍ نه ده
Sep 28, 2021 09:07فارس خبري اژانس وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د روسیې استازي میخائیل اولیانوف وویل د ایران د کرج ودانۍ ته د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د پلټونکو د لاسرسي مخه نیول د سیف ګارډ خلاف ورزۍ نه ګڼل کیږي .
-
د ایټمي نړیوالي ایجنسۍ او د لوېدیځو زیاته غوښتنو ته د ایران ځواب
Sep 28, 2021 03:52په ویانا کې د ایران استازی ټینګار وکړ چي لوېدیځ هیوادونه او د ایټمي انرجیو نړیوالي ایجنسۍ نه شي کولای هم د اسرائیل د ترهګریزو اقداماتو په وړاندې چوپه پاتي شي او هم د ایران له ایټمي تاسیساتو د څار د دوام غوښتونکي ووسي.
-
د ایران په هکله د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر وېناوې له دروغو ډکې وې
Sep 28, 2021 03:47په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازی مجید تخت روانچي د ملګرو ملتونو په اسمبلۍ کې د اسرائیلي رژیم د لومړي وزیر دروغو ته په غبرګون کې وویل: د ایران په هکله د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر خبرې له دروغو ډکې وي.