اټومي انرژۍ نړیوال اژانس باید د اسرائیلو په اړه دریځ روښانه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106450-اټومي_انرژۍ_نړیوال_اژانس_باید_د_اسرائیلو_په_اړه_دریځ_روښانه_کړي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي د پارلمان د نویم(۹۰) اصل د کمیسیون له غړیو سره له ګډې غونډې وروسته ټینګار وکړ د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د صهیونیسټ رژیم د ترهګر اقدام په هکله خپل دریځ روښانه کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 04, 2021 00:54 Asia/Kabul
  • اټومي انرژۍ نړیوال اژانس باید د اسرائیلو په اړه دریځ روښانه کړي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي د پارلمان د نویم(۹۰) اصل د کمیسیون له غړیو سره له ګډې غونډې وروسته ټینګار وکړ د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د صهیونیسټ رژیم د ترهګر اقدام په هکله خپل دریځ روښانه کړي .

هغه پرون په دې  خبرې سره چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس پوهیږي چې د کیمرو کنټرولول په اټومي تړون کښې نشته وویل دغه اژانس باید د هغه ترهګرې پیښې په هکله چې صهیونیسټ رژیم یې د ترسره کولو اعتراف کړی دی خپل دریځ روښانه کړي .

د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي زیاته کړه په ننۍ غونډې کښې د سټراټيژیک اقدام د قانون د اجرا حالت وروستی راپور د پارلمان استازیو ته وړاندې شو او د دغه قانون په هکله بیلابیل بحثونه وشول  او وټاکل شوه له پاتې فرصت څخه چې د قانون په کامل ډول د اجرا لپاره شته زیاته استفاده وکړو .