اسلامي ایران له اټومي تړون ورهاخوا هیڅ ژمنه نه مني
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106332-اسلامي_ایران_له_اټومي_تړون_ورهاخوا_هیڅ_ژمنه_نه_مني
زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده ټینګار وکړ ایران له اټومي موافقې ورهاخوا هیڅ ژمنه نه مني .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2021 00:44 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران له اټومي تړون ورهاخوا هیڅ ژمنه نه مني

زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده ټینګار وکړ ایران له اټومي موافقې ورهاخوا هیڅ ژمنه نه مني .

خطیب زاده چې د سولې لپاره د نرماندانو د نړیوالې غونډې په چوکاټ کښې یې پاریس ته سفر کړی دی  د فرانسې له لومونډ ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل ایران د اټومي خبرو اترو د دوام په څرنګوالي باندې د غور کولو په حال کښې دی او دغه نتیجې ته رسیدلی دی چې دغه خبرې اترې په حتمي ډول ترسره کیږي .

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند خطیب زاده وویل امریکا داسی لوري  ده  چې له اټومي تړون څخه وتلي ده ، یو اړخیزه بایکاټونه یې لګولي دي ، د ایران خلک یې کړولي دي او د ایران اقتصاد ته یې په میلیارډونو ډالره تاوانونه رسولي دي او واشنګټن  نه یوازې ایران بلکې هغو متحدانو ته چې غوښتل یې له ایران سره تجارت وکړي ګواښ کړی دی .

هغه وویل امریکا هماغه راز بایکاټونو ته د دباو د اړم او د اوزار په توګه ګوري .

د ایران د  خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل د اروپايي هیوادونو لخوا ورکړل شوي ژمنې نه دي محققې شوي او بیا هم اروپايي هیوادونه په اټومي تړون کښې د ایران د ژمنو په کمیدا اندیښمن دي او تر ټولو کوچنۍ خبره چې کولی يې شو دا ده چې دغه شرایط که چیرې و نه وایو ظالمانه دي خو غیر منصفانه دي .

هغه وویل ایران په سوریې کښې دی د دې لپاره چې دغه هیواد د ترهګرو لپاره په امن ځای بدل شوی و او د سوریې حکومت له ایرانه غوښتي وو چې سوريې ته ورشي هماغه ډول چې روسیه په سوریې کښې ده .

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل د افغانستان په راتلونکي کښې باید د خلکو غوښتنه او اراده محققه شي او ټول شموله حکومت چې د قومي او د نفوسو د جوړښت انعکاسونکی وي جوړ شي او دغه هیواد بیا د هیڅ هیواد اډه جوړه نشي .