-
د رڼا سرچینې (160)(د قرآني آيتونو د نزول سبب ؛ناپوهي؛ د ټولو ستونزو ريښه)
Feb 09, 2026 09:53د تهران د پښتو خپرونې او د انټرنیټي ویب پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې درڼا سرچینې نومې لړئ له یوسل شپیتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په دغه مطلب کې د فتح سورې له ۱۵ تر ۱۷ آيتونو پورې د نزول سبب ته ځانګړی شوی دی. نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
-
نن د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د درنې واورې او بارانونو اټکل شوی
Feb 09, 2026 02:37د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن په ۲۷ ولایتونو کې د درنې واورې او سختو بارانونو اټکل کړی دی.
-
امنیت شورا د طالبانو د بندیزونو د څارونکي ټیم د ماموریت په اړه رایې ورکوي
Feb 09, 2026 02:33د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ غونډه کوي څو د هغې مسودې د پرېکړهلیک رایې واخلي، چې د طالبانو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار د ټیم د ماموریت د غځولو لپاره وړاندې شوې ده.
-
ګوترېش په جنوبي سوډان کې د تاوتریخوالي دوام غندلی
Feb 09, 2026 02:31د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په جنوبي سوډان کې د تاوتریخوالي دوام غندلی او ویلې یې دي چې دغه بحران د میلیونونو کسانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
-
ملګري ملتونه: هره ورځ څه باندې ۷۰۰ ښځې امېندوارې پورې اړوندو لاملونو له کبله ژوند بایلي
Feb 09, 2026 02:29د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) ویلي چې د زېږون ورځ د ښځو د مرګ ډېر ګواښ له ځان سره لري او هره ورځ څه باندې ۷۰۰ مېرمنې د امېندوارۍ او زېږون اړوند لاملونو له کبله ژوند بایلي.
-
ایران په سیمه کښې د مقابل لوري له پوځي چمتووالي هیڅ ویره نه لري
Feb 08, 2026 09:18د ایران د بهرنیو چارو وزیر د بهرني سیاست او د بهرنیو اړیکو د تاریخ په اولنۍ ملي کنګره کښې وینا وکړه.
-
جنرال موسوي: د سیمه ایز جنګ پایلې د امریکې په غاړه دي
Feb 08, 2026 11:37د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز وویل: سیمه ایز جنګ به د سیمې پراختیا وځنډوي او پایلې یې د امریکې په غاړه دي.
-
د تلابیب د واک په سر کې درز لازیات شوی دی
Feb 08, 2026 11:22پارس ټوډی – د صهیونیسټي رژیم د پخوانیو وزیرانو او پوځي قومندانانو تندو څرګندونو د دغه رژیم د لومړي وزیر «بنیامین نتانیاهو» پر ضد، یو ځل بیا په تلابیب کې ژور سیاسي او امنیتي اختلافات بربنډ کړي دي؛ داسې اختلافات چې د غزې د جګړې له مدیریت څخه رانیولې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې د ماتې د مسؤلیت څخه د تېښتې تر هڅو پورې پراخ دي.
-
کابل کښې د ایران په سفارت کې د اسلامي انقلاب د بریا د کلیزې ونمانځله شوه
Feb 08, 2026 11:06په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت کلتوري سلاکار ویلي چې د اسلامي انقلاب او د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام د دښمنانو او بدغوښتونکو توطئې به هېڅ پایله ورنه کړي او دا انقلاب به د الهي فضل په برکت خپلو لوړو موخو ته ورسېږي.
-
د پاکستان د پوځ په بریدونو کښې ۶۱۳ افغانان وژل شوي دي
Feb 08, 2026 10:04په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما د مرستیالۍ دفتر په خپل تازه راپور کې اعلان کړی، چې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې د پاکستان د پوځ د بریدونو له امله شپږ سوه دیارلس افغان ملکي وګړي وژل شوي دي.