-
د ایران په بریدونو کې له ۷۰۰ ډېرو امریکايي عسکرو مغزي ضربه خوړلي ده
Aug 07, 2026 12:29د ایران د ډرون او توغندیو په بریدونو کې په لوېدیځه اسیا کې د امریکايي اډو او نورو نښتو پر مهال نږدې ۷۰۰ امریکايي نظامیان ټپیان شوي دي.
-
تفسیر : د سیمې د امنیت راتلونکی؛ ولې د سیمې د هېوادونو چورلیزتوب یوه اړتیا ده؟
Aug 07, 2026 12:26د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي، د اردن په پلازمېنه امان کې د قدس د ملاتړ لپاره د عربي او اسلامي وزیرانو د غونډې په څنډه کې، د سیمې د امنیت د راتلونکي لپاره د یوه ګډ عربي لرلید پر جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د سیمې هېوادونه باید د هر ډول راتلونکي امنیتي ترتیباتو په طرحه کې اصلي رول پر غاړه ولري.
-
پزشکیان: موږ د خبرو اترو په بهیر کې د فلسطیني مشرانو له هرې پرېکړې ملاتړ کوو
Aug 06, 2026 06:04د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان، د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د سیاسي دفتر له مشر خلیل الحیه سره په ټیلیفوني اړیکه کې، د فلسطیني ډلو ترمنځ د همغږۍ په برخه کې د هغه رول او مدیریت وستایه او ویې ویل: د ایران اسلامي جمهوریت به د فلسطیني مشرانو له هر تدبیر، نوښت او پرېکړې چې د مذاکراتو په بهیر کې یې نیسي، ملاتړ وکړي.
-
په میشیګان کې د فلسطین پلوه نوماند په بریا د ټرمپ غوسه
Aug 06, 2026 06:11د امریکا ولسمشر په میشیګان ایالت کې د ډیموکرات ګوند په لومړنیو ټاکنو کې د فلسطین د پلوي نوماند پر بریا سخت غوسه څرګنده کړه او ادعا یې وکړه: تمه نه کېده چې هغه به ښه وځلېږي
-
د ایران او پاکستان د ګډې اقتصادي کمېټې لسمه غونډه پای ته ورسېده
Aug 06, 2026 06:09د ایران او پاکستان ترمنځ د ګډې اقتصادي کمېټې لسمه غونډه، د ایران د صنعت، معدن او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک او د پاکستان د سوداګرۍ وزیر جام کمال خان له لوري د نهايي صورتجلسې په لاسلیکولو سره پای ته ورسېده.
-
صنعا ریاض ته ډېر سخت خبرداری ورکړ
Aug 06, 2026 06:08د یمن د بهرنیو چارو وزارت، د «کلابندۍ په مقابل کې کلابندي» معادلې پر ټینګښت ټینګار کولو ترڅنګ، ریاض ته د هر ډول کړکېچ د زیاتوالي او د هغې د پایلو په اړه سخت خبرداری ورکړ.
-
شننه | د امارات او صهیونیست رژیم د وسله ایزو همکاریو اشوا کېدل
Aug 05, 2026 15:26پارس تودی- د صهیونسیتي رژیم تر ټولو د وسلو لوی تولیدوونکی شرکت البت سیسټمز څخه اشوا شوي اسناد د دې رژیم او د اماراتو تر مینځ د پټو فوځي همکاریو نوې اړخونه څرګندوي.
-
په کربلا کې د اربعین په دستورو کې کابو ۲۲میلیون زیارتوالو ګډون وکړ
Aug 05, 2026 10:13پارس ټوډې- دعراق د کربلا والی د حسینی اربعین په ولولناکو او معنوي دستورو کې د څه دپاسه ۲۲میلیون زیارتوالو د ګډون خبر ورکړ.
-
د عربستان جنګی الوتکو د یمن پلازمینه صنعا بمباری کړ
Aug 05, 2026 09:25پارس ټوډې- خبرو سرچینو د یمن په پلازمینې صنعا باندې د عربستان د جنګی الوتکو د حملې او د څو زورورو چاودنو راپور ورکړی.
-
حجتالاسلام قاضي عسکر؛د مقاومت زور، دښمن شاتګ ته اړ باسي
Aug 05, 2026 06:41پارس ټوډې – د تهران ښار په جنوب، ری ښار کې د حضرت عبدالعظیم حسني (ع) د سپېڅلي زیارت متولي وویل، د حسینی اربعین لومړنی پیغام د مستکبرانو اوسرزورو پر وړاندې مقاومت دی، او له عاشورا تر اربعین پورې تجروبه، او همدارنګه د اوسني بدلونونه، دا ثابتوي چې مقاومت نتیجه ورکوي او دښمن له خپلې ظاهري او دروغجنې زبرځواکئ ټيټوي