-
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ ولسمشرۍ یوه بشپړه غمیزه ده
Jul 30, 2026 03:42ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د مشرانو جرګې سینا د ډیموکراټ ګوند د لږکیو مشر «چاک شومر» په یوه پیغام کښې په دې خبرې سره چې ولسمشر ډونالډ ټرامپ په کامل ډول د امریکا د خلکو اعتماد له لاسه ورکړی دی ټینګار وکړ: د ټرامپ ولسمشرۍ یوه بشپړه غمیزه ده.
-
امریکا ته د خاتم الانبیا(ص) د مرکزي قرارګاه خبرداری: د ایران سمندري کلابندۍ، د جنګ د پراخولو په معنا ده
Jul 28, 2026 10:07پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د حضرت خاتم الانبیا صلی الله علیه واله وسلم مرکزي قرارګاه خبرداری ورکړ: د امریکا لخوا د ایران د غیر قانوني سمندري کلابندۍ اجرا کول په سیمه کښې د جنګ د پراخولو په معنا ګڼل کیږي او د ایران وسله وال ځواکونه به له امریکا سره چلند وکړي.
-
امریکا د خپلو ۱۸پوځیانو په وژل کیدا او د ۶۲۴ نورو په ژوبلیدا اعتراف وکړ
Jul 27, 2026 11:26ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا دفاع وزارت پینټاګان په خپلو وروستیو شمیرنو کښې وویل د روان میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په اتویشتمه نیټه د ایران پرضد له تیري راهسې د امریکا اتلس پوځیان وژل شوي او شپږ سوه څلرویشت نور ژوبل شوي دي.
-
د ایران پرضد جنګ دامریکا د ولسمشر ټرامپ له اټکل څخه سخت دی
Jul 27, 2026 10:17ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د «سي بي ایس» ټیلويژن او د «یوګاو» شرکت لخوا د ګډې ترسره شوې نظرسنجې نتیج ښودنه کوي د امریکا د اکثره خلکو په نظر د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د امریکا جنایتکارانه جنګ له هغه څه سخت دی چې ولسمشر ډونالډ ټرامپ یې تمه لرله.
-
په اسلام اباد کې د ایران او امریکاترمینځ دجنګ د پآي د تفاهم یاددښتمتن نهائي شو
Jun 15, 2026 05:51ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا سیکریټریټ د امریکا او د ایران ترمینځ د جنګ د ختمیدا د موافقې په اړه د یوې بیانیې په خپرولو سره ټینګار وکړ د ترسره شویو موافقو پراساس د لبنان په شمول ټولو جبهو کښې پوځي عملیات او جنګونه له بیګا شپې څخه په سمدسي او دائمي ډول پاې ته رسیدلي دي او په دې سربیره د ایران پرضد سمندري کلابندۍ سمدستي او په کامل ډول ختمیږي.
-
ټرامپ له نړیوالې اټومي موافقې په وتلو سره مونږ یوه غیر قانوني جنګ ته ورګډ کړو
Jun 15, 2026 05:19ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د اریزونا ایالت ډیموکراټ سناتور «مارک کلی» د ایران په هکله د ولسمشر ټرامپ د حکومت په سیاستونو باندې نیوکې سره ټینګار وکړ ډوڼالډ ټرامپ له نړیوالې اټومي موافقې په وتلو سره مونږ یوه غیر قانوني جنګ ته ورننباسلو.
-
رویټرز خبري اژانس د ایران او د امریکا ترمینځ له موافقې وروسته د تیلو د بیو د کمیدا خبر ورکړ
Jun 15, 2026 04:56ایرنا خبري اژانس راپور راکړی رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کښې وویل د ایران او د امریکا ترمینځ د موافقې له اعلان څخه وروسته نن د اومو تیلو بیه څه د پاسه څلور فیصده کمه شوه.
-
د ملګروملتونو سرمنشي موافقې ته د ایران او د امریکا د رسیدا هرکلی وکړ
Jun 15, 2026 04:45ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو سرمنشي «انټونیو ګوتریش» وویل د سولې د هغه موافقې چې سمدستي او دائمي اوربند پکښې شامل دی د ایران او د امریکا د رسیدا د اعلان هرکلی کوم.
-
د امریکا د ولسمشر مرستیال به له ایران سره د موافقې د لاسلیک کیدا په دستورو کښې ګډون وکړي د ټرامپ د شتون احتمال هم شته
Jun 15, 2026 04:33ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د ولسمشر مرستیال «جی ډي وینس» له «فاکس نیوز »ټيلي ويژن چینل سره په مرکه کښې وویل نیت لري د ایران او د امریکا ترمینځ د تفاهم لیک د لاسلیک کیدا په رسمي مراسمو کښې ګډو وکړي که څه هم ممکنه ده د امریکا ولسمشر ټرامپ هم په شخصي ډول په دغو دستورو کښې ګډون وکړي.
-
د ایران او د امریکا ترمینځ د سولې موافقه وشوه؛ په ټولو جبهو کښې د پوځي عملیاتو سمدستي او دائمي پاې ته رسیدل اعلان شوي
Jun 15, 2026 04:19ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په یوه پیغام کښې د ایران او د امریکا ترمینځ د سولې د موافقې د ترسره کیدا خبر ورکړ.