-
ایران د کاناډا سمندري ځواک ترهګریز اعلان کړ
Dec 31, 2025 07:41پارسټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت، د کاناډا د حکومت د غیرقانوني پرېکړې په غبرګون کې اعلان وکړ چې د کاناډا سمندري ځواک د ایران د متقابل اقدام قانون لاندې راځي او د همدې قانون پر بنسټ، د ترهګر سازمان په توګه پېژندل کېږي.
-
څنګه اقتصادي او سیاسي بحرانونو ټرمپ د محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته ورساوه؟
Dec 30, 2025 11:10پارسټودی – د امریکا د ولسمشر «ډونالد ټرمپ» دوهم حکومت د خپلې دندې په لومړي کال کې د ژمنو په عملي کولو کې له ناکامۍ او د اقتصادي او سیاسي بحرانونو په حل کې له بېوسۍ سره مخ شوی، چې له امله یې د خلکو باور په شدیده توګه راکم شوی دی.
-
ترکي ورځپاڼه: د ایراني سپوږمکیو توغول د ایران او روسیې د همکاریو د لا ژورتیا یو بل ګام دی
Dec 29, 2025 08:38پارسټوډې – یوې ترکي ورځپاڼې په خپل راپور کې د روسي سایوز توغندي په وسیله د ځمکني مدار ته د درې ایراني سپوږمکیو د توغولو په اړه لیکلي دي: دا اقدام د فضايي ټکنالوژۍ په برخه کې د تهران او مسکو ترمنځ د همکاریو د پراختیا او ژورتیا یو روښانه نښه ده.
-
لاوروف: د فلسطیني دولت جوړېدل د تاریخي بېعدالتۍ جبران دی
Dec 29, 2025 07:56پارسټوډې – د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د فلسطین د خپلواک هېواد جوړېدل د فلسطین او صهیونیسټي رژیم ترمنځ د اوږدمهاله شخړې د حل لپاره یو اساسي ګام او د تاریخي بېعدالتۍ جبران دی.
-
پاکستان باید له افغانستان سره د ملګرتیا فرصت له لاسه ورنه کړي
Dec 29, 2025 02:32د پاکستان د ولسی جرګې پخواني مشر او د «تحریک تحفظ آئین پاکستان» ائيتلاف عمومي منشي اسد قیصر د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزیر د څرګندونو هرکلی وکړ او ټینګار ئې وکړ چې له کابل سره د ملګرتیا او د اړیکو د پیاوړتیا فرصت باید له لاسه ورنه کړل شي، ځکه دا کار کولی شي د سیمې د سولې او پرمختګ زمینه برابره کړي.
-
د پولې له پېښې وروسته د افغانستان او تاجکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې کړي
Dec 29, 2025 01:39امیرخان متقي د جدي څېړنو د پیل پر ټینګار وویل، د دې خبرو موخه دا ده چې د پاروونکو ډلو له ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیول شي او د دواړو هېوادونو په ګډو پولو کې ثبات وساتل شي.
-
عراقچي: کابل کې حاکم نظام شته، خو حکومت باید د خلکو پر اراده، عدالت او ګډون ولاړ وي
Dec 28, 2025 09:06د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي باور څرګند کړی چې، ټول افغانان باید د خپل راتلونکي برخلیک لپاره د حکومت په ټاکلو کې حق ولري.
-
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: له افغان طالبانو سره په سعودي کې خبرې بې نتیجې وې
Dec 28, 2025 08:42د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تایید کړه چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ په عربستان کې خبرې شوې دي، خو ویې ویل چې دا مذاکرات، لکه پخوانۍ خبرې چې په قطر او ترکیه کې شوې وې، کومې پایلې ته نه دي رسېدلې.
-
ایران په سوریه کې د امام علي (ع) په جومات ترهګر برید وغنده
Dec 27, 2025 10:56پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سوریې په حمص ولایت کې د امام علي بن ابي طالب په جومات کې پر لمونځ کوونکو ترهګریز برید وغانده، چې په پایله کې یې یوشمیر لمونځ کونکي شهیدان او ټپيان شول .
-
له نن څخه ۴۶ کاله پخوا په دې ورځ شوروي پر افغانستان یرغل وکړ
Dec 27, 2025 03:34له نن څخه ۴۶ کاله پخوا د ۱۹۷۹ د ډسمبر په ۲۷مه /۱۳۵۸ د مرغومي ۶/ د شوروي اتحاد سرو لښکرو پر افغانستان یرغل وکړ، د افغانستان د هماغه وخت دولتمشر حفیظ الله امین یې وواژه او ببرک کارمل یې د واک پر ګدۍ کښېناوه.