-
خبرې اترې د افغانستان د بحران یوازینۍ حل لاره ده
Jun 30, 2021 08:59له افغانستانه د امریکا او ناټ، ځواک په غیر مسئولانه وتلو سره په تیرو څو اونیو کې طالبان دپرمختګ په حال کې دي او د افغانستان ډیرې سیمې ئې پخپل کنټرول کې راوستي دي .
-
د کابل حکومت د سولې د خبرو له دوام سره هیڅ دلچسپي نه لري
Jun 30, 2021 08:16د طالبانو دغه ادعا په داسې حال کې د ه چې د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش تیره اونۍ دافغانستان په چارو کې د ملګروملتو له ځانګړي استازي ډبورا لاینز سره په کتنې کې وئيلي ، د طالبانو وروستۍ حملې دخبرواترو په نسبت د خلکو د ناامیدۍ سبب شوي ، خو د افغانستان حکومت هماغه شان دسولې خبرواترو دوام ته ژمن دی .
-
د افغانستان دسیاسی او جهادي مشرانو په ګډون دعالی شورا جوړول اړین دي
Jun 30, 2021 08:08د محمد محقق څرګندونې په داسې حال کې بیانیږي ، چې څو اونۍ مخکې د افغانستان حکومت له دغه هیواده د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته د افغانستان د حالاتو د منظمولو او کنټرولولو لپاره د حکومت د لوړې شورا په عنوان سره دیوې شورا د جوړیدا په اړه د مشورو خبر ورکړی ؤ ، خو ځیني سرچینې وائي ، ددغې شورا د ترکیب او دصلاحیَتونو د څرنګوالي په سر اختلافات ددغې شورا د جوړیا اصلي خنډونه دي .
-
په ننګرهار کې هیواد نومې خیریه موسیسه د مطالعې د دودونې لپاره وړیا کتابونه ډالۍ کوي
Jun 30, 2021 06:52دهیواد خیریه بنسټ مشر وایي موخه یې داده چې ؛په کورونو کې میشتو لوستو نارینه او میرمنو ته چې کتابونوته لاس رسی نه لري دمطالعې لپاره کتابونه وروړي او تر مطالعې وروسته یې بیرته دوې ته وسپاري
-
د عمومي واکسینشن دچټک کولو لپاره له اسعاری سرچینو استفاده کوو
Jun 29, 2021 09:55حکومت په حقیقت پال فکر سره لازم اټکلونه کړي او له درستو مشکلاتو سره سره ، په تیره بیا داقتصاډي جنګ او دکرونا دووسترو خنډونو سره سره ، به اجازت ورنکړي ،دیارلسم حکومت دخپل فعالیت په پیل کې د اساسی شیانو دتامینیدا په زمینې کې له کوم مشکل سره مخامخ شي .
-
د کابل حکومت او طالبان دې دخبرواترو میزته کیښني
Jun 29, 2021 11:09د افغانستان د حکومت او طالبانو ډلې ترمینځ دسولې خبرې اترې بندون ته رسیدلی دي او له هغه وخته چې د امریکا په مشرۍ بهرني عسکرچې د افغانستان د جنګ او ناکراریو اصلي عاملان شمیرل کیږي،طالبانو خپلې حملې زیاتې کړي او هڅه کوي ، خپل نامعقولې غوښتنې پر افغان حکومت وتپي .
-
امریکا د عراق د حاکمیّت خلاف ورزي کړې
Jun 29, 2021 10:42د امریکا جنګي الوتکو پرون سهار وختي د عراق دپولو په داخل کې په القائم سیمې کې د الحشد الشعبي ځواک پر درو پستو بمباري کړې چې له امله ئې څلور مبارز ځواکونه شهیدان شوي او یو شمیر نور هم ټپیان شوي دي .
-
د پاکستان هیڅ یو ه چارواکي اسرائيلو ته سفر نه دی کړی
Jun 29, 2021 10:29د پاکستان حکومتي ،سیاسی او مذهبی شخصیتونو په کرتو وئیلي دي ، صهیونیسټ رژيم هیڅکله هم په رسمیّت نه پيژني او د مظلوم فلسطیني ملت په ضد صهیونیسټانو جنایتونه د انسانیّت په ضد او نسل وژنه ده .
-
قطر د سورئې د بحران پر سیاسی حل ټینګارکوي
Jun 29, 2021 08:52د قطر مرستیال لومړی وزیر د سورئې د بحران د سیاسی حل دملاتړلپاره د ملګرومتلود سرمنشي او دهغه د لیږدول شوي ځانګړي استازي د هلوځلو په قدرونې سره ددغه بحران د ختمولو لپاره دقطر پرچمتووالی ټینګار کړی دی. د قطر خارجه وزیر روښانه کړې ده،د تاؤتریخوالي کمید،له ترهه ګرۍ سره مبارزې او دایمي اوربند ته رسیدا،د سورئې درستوسیمو ته د انسان دوستۍ دمرستو پر منتقلولو سربیره سیاسی بهیر او هغې حل لارې ته رسیدا چې د سورئې د خلکو کړاؤنه ختم کړي ،آسانولی شی .
-
طالبان دې دجنګ او وژلو له دوامه لاس په سر شي
Jun 29, 2021 08:06د بسم ا...محمدي څرګندونې په داسې حال کې دي،چې دامریکا په مشرۍ دبهرنیو پوځيانو د وتلو له وخت څخه طالبانو ډلې خپلې حملې زیاتې کړي دی او په لسګونو ولسوالۍ ئې نیولي او نیّت لري ، حکومت دخپلو نامعقولو غوښتنو منلو ته اړ باسي .