امریکا د عراق د حاکمیّت خلاف ورزي کړې 
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i102350-امریکا_د_عراق_د_حاکمیّت_خلاف_ورزي_کړې
د امریکا جنګي الوتکو  پرون سهار وختي د عراق دپولو په داخل کې  په القائم سیمې کې د الحشد الشعبي ځواک پر درو پستو بمباري کړې  چې له امله ئې څلور مبارز ځواکونه شهیدان شوي  او یو شمیر نور هم ټپیان شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 29, 2021 10:42 Asia/Kabul
  • امریکا د عراق د حاکمیّت خلاف ورزي کړې 

د امریکا جنګي الوتکو  پرون سهار وختي د عراق دپولو په داخل کې  په القائم سیمې کې د الحشد الشعبي ځواک پر درو پستو بمباري کړې  چې له امله ئې څلور مبارز ځواکونه شهیدان شوي  او یو شمیر نور هم ټپیان شوي دي .

میډل ایسټ نیوز خبری سایټ راپور ورکړی ،  د عراق ولسمشر برهم صالح  نن ديوې اعلامیې په خپرولو سره ټينګار کړی ، له سورئې  دعراق په پولې کې  دالحشد الشعبي ځواک  پر مرکز دامریکا پرون سهار حمله په کلکه محکوم اقدام دی او دخپل هیواد دحاکمیّت  خلاف ورزي کوي .

صالح ټينګار کړی ، دغه تاؤتریخوالي  او  خلاف ورزۍ د نړیوالو تړونونو اقدام ګڼي .

 د عراق ولسمشر روښانه کړې ده ، دغه حمله او  له دې مخکې په اربیل   او دهیواد په ځينو نورو سیمو کې  توغندوي حملې   دنه منلو وړ اقدامات  دی چې  د هیواد لوړې ګټې  له تاوان سره مخامخ کوي .

 په دغې اعلامیې کې  له درستو لورو غوښتل شوي دي چې په زغم سره دې د تاؤتریخوالو مخه ونیسي  او  د عراق او سیمې  امنیت او ثبات ته تاوان رسونکو  اقداماتو دې ډډه وکړي .

د امریکا جنګي الوتکو  پرون سهار وختي د عراق دپولو په داخل کې  په القائم سیمې کې د الحشد الشعبي ځواک پر درو پستو بمباري کړې  چې له امله ئې څلور مبارز ځواکونه شهیدان شوي  او یو شمیر نور هم ټپیان شوي دي .