-
ملګري ملتونه: د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتو کې ۵۰ ملکي وګړي وژل شوي
Dec 12, 2025 02:26د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د نوي راپور له مخې، د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د یوې اونۍ نښتو پر مهال لږ تر لږه ۵۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۵۳ نور ټپیان شوي دي.
-
د پاکستان او عراق له بندخونو نږدې ۲۳۰ افغان کډوال ازاد شول
Dec 12, 2025 02:23د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان او عراق له بندخونو د ۲۲۸ افغان کډوالو د ازادېدو خبر ورکړی.
-
ولې د هیګ د نړیوالې جنايي محکمې لخوا د ټرامپ د تعقیبولو د حکم صادریدل د سپینې ماڼۍ لپاره په خپسکې بدل شوي دي؟
Dec 11, 2025 09:10پارس ټوډی – د امریکا سپینه ماڼۍ د هیګ د نړیوالې جنايي محکمې لخوا د ولسمشر ټرامپ د تعقیبولو د حکم د صادریدا په هکله اندیښمنه ده.
-
د ایکس کاروونکي | بندیز مات شو؛ ایراني رېل په حرکت پیل وکړ
Dec 10, 2025 11:20پارس ټوډې – د «ملي مترو رېل» د جوړولو خبر چې په بشپړه توګه د کورني علم او تخنیک پر بنسټ ترسره شوی، لامل شوی چې بهرنيو کاروونکو د ايران د ځوانو انجینيرانو وړتیا او عزم وستايي.
-
ولې افغانستان "د امریکا ملي امنیت تګلاره" کې نه شته؟
Dec 10, 2025 02:30زمونږ خبریال راپور راکړی امریکا دا اوونۍ "د واشګټن ملي امنیت تګلاره" خپره کړه چې افغانستان نه دی پکې یاد شوی.
-
د اوکراین د ولسمشر د رژیم لپاره اپوټه شمیرنې پیل شوي دي
Dec 10, 2025 01:48ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې یوه لوړرتبه چارواکي «لئونیډ اسلوتسکي» وویل چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ صبر په ختمیدا دی او د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د حکومت د نسکوریدا لپاره اپوټه شمیرنې پیل شوي دي.
-
امریکا به له پولینډ هیوااد څخه خپل عسکر او پوځیان ونه باسي
Dec 09, 2025 10:24ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پولینډ د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال «مارچین بوساتسکي» وویل واشنګټن وارسا ته ډاډ ورکړی دی چې خپل پوځي ځواکونه به له دغه هیواد څخه ونه باسي.
-
امریکا د ټرامپ د سولې د پلان د تائیدولو لپاره زلنسکي تر دباو لاندې وروستلی دی
Dec 09, 2025 09:59ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «اکسیوس» نن د اوکراین د دوو خبرو سرچینو په قول ولیکل چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د خپل هیواد د خاورې د زیاتې برخې د سپارلو په شمول روسیې ته د امتیاز د ورکولو لپاره د واشنګټن لخوا له زیات دباو سره مخامخ دی.
-
د امریکا ولسمشر میکسیکو ته د نورو زیاتو تعرفو ګواښ وکړ
Dec 09, 2025 07:30ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په میکسیکو هیواد باندې د نورو زیاتو تعرفو د لګولو ګواښ وکړ ځکه چې باوري دی دغه هیواد د امریکا له کروندګرو سره ناعادلانه چلند کوي.
-
د کابل حکومت دې د اسلامآباد او ټي ټي پي ترمینځ یو انتخاب وکړي
Dec 09, 2025 02:21د پاکستان د پوځ مشر قوماندان په سختې لهجې سره د افغانستان د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې د پرېکړې وخت رسېدلی او کابل باید د اسلامآباد له اړیکو یا د تحریک طالبان پاکستان (TTP) له ملاتړ څخه یو انتخاب وکړي.