-
د پولې له پېښې وروسته د افغانستان او تاجکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې کړي
Dec 29, 2025 01:39امیرخان متقي د جدي څېړنو د پیل پر ټینګار وویل، د دې خبرو موخه دا ده چې د پاروونکو ډلو له ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیول شي او د دواړو هېوادونو په ګډو پولو کې ثبات وساتل شي.
-
عراقچي: کابل کې حاکم نظام شته، خو حکومت باید د خلکو پر اراده، عدالت او ګډون ولاړ وي
Dec 28, 2025 09:06د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي باور څرګند کړی چې، ټول افغانان باید د خپل راتلونکي برخلیک لپاره د حکومت په ټاکلو کې حق ولري.
-
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: له افغان طالبانو سره په سعودي کې خبرې بې نتیجې وې
Dec 28, 2025 08:42د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تایید کړه چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ په عربستان کې خبرې شوې دي، خو ویې ویل چې دا مذاکرات، لکه پخوانۍ خبرې چې په قطر او ترکیه کې شوې وې، کومې پایلې ته نه دي رسېدلې.
-
ایران په سوریه کې د امام علي (ع) په جومات ترهګر برید وغنده
Dec 27, 2025 10:56پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سوریې په حمص ولایت کې د امام علي بن ابي طالب په جومات کې پر لمونځ کوونکو ترهګریز برید وغانده، چې په پایله کې یې یوشمیر لمونځ کونکي شهیدان او ټپيان شول .
-
له نن څخه ۴۶ کاله پخوا په دې ورځ شوروي پر افغانستان یرغل وکړ
Dec 27, 2025 03:34له نن څخه ۴۶ کاله پخوا د ۱۹۷۹ د ډسمبر په ۲۷مه /۱۳۵۸ د مرغومي ۶/ د شوروي اتحاد سرو لښکرو پر افغانستان یرغل وکړ، د افغانستان د هماغه وخت دولتمشر حفیظ الله امین یې وواژه او ببرک کارمل یې د واک پر ګدۍ کښېناوه.
-
الاقصی جومات ته هر ډول ګواښ د مسیحیانو پر کلیساګانو ګواښ دی
Dec 25, 2025 11:21د قدس ارتوډکس مسیحیانو لوي پادري تئوفیلوس دریم د صهیونیسټانو لخوا د الاقصی جومات پر وړاندې شویو اقداماتو په غندلو سره وویل چې د اسلامي مقدسو ځایونو پر وړاندې، هر ډول ګواښ د مسیحیانو پر کلیساګانو او نورو مقدسو ځایونو باندې ګواښ دی.
-
امریکایی خپرونه : د ټرمپ جعلي سولې تړونونه خطرناک دي
Dec 25, 2025 10:36پارس ټوډې - فارن پالیسي مجلې په یوه یادښت کې لیکلي: ټرمپ د سولې په اړه ډیرې خبرې کوي، او هرڅوک په څرګنده توګه پوهیږي چې د دې دلیل د نوبل د سولې جایزې ترلاسه کولو کې د هغه لیوالتیا ده. هغه په هر فرصت کې وايي چې هغه لږترلږه اته جګړې پای ته رسولي دي؛ خو دا خبرې یوازې ادعاوې دي.
-
د امریکا د سفر محدودیت په اړه د اروپا سخت غبرګون؛ د حاکمیت او ارزښتونو لپاره یوه ننګونه
Dec 25, 2025 10:22پارس ټوډې - د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسولی د ځینو اروپايي چارواکو په اړه د امریکا د نوي سفر محدودیتونه وغندل، او دا اقدام یې د نه منلو وړ او د اروپايي حاکمیت ننګونکی وباله.
-
په عراق کې له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو د عادي کېدو پرضدسخت غبرګونونه راپاریدلی
Dec 25, 2025 09:55پارس ټوډې – د عراق د صدربهیر مشر او د عراق د کډوالۍ وزیر او یو شمیر نورو لوړپوړو مشرانو د یوې کلیسا د یوه مسئول لوئیس رافائل ساکو د څرګندونو په وړاندې په سختو غبرګونونو سره،له صهیونیسټي رژیم سره د هر ډول اړیکو عادي کیدل جرم او مردود وبلل او د فلسطین په پریکننده ملاتړ ئې ټینګار وکړ.
-
د کرسمس په ورځ افغان کډوالو ته د ټرمپ ترخه ډالۍ
Dec 25, 2025 01:40په امریکا کې د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان اعلان وکړ چې د دې هیواد د کډوالۍ څانګې له کډوالو څخه غوښتي چې د کرسمس په ورځ د کډوالۍ دفتر ته حاضر شي.