-
د افغانستان اقتصادي ستونزې د بهرنيو هېوادونو د شل کلن حضور له امله دي
Jun 28, 2023 12:34د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي چارو مرستیال په ارګ کې د لوی اختر د لمانځه د ادا کولو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې په هېواد کې د شلو کلونو د بهرنیو ځواکونو د شتون له امله دي او هېوادوالو ته یې ډاډ ورکړ چې د هېواد اقتصاد د ښه کېدو په حال کې دی او د اختر د ورځو په تېرېدو سره د سالنګ د لویې لارې اساسي چارې پیلېږي.
-
د سولې ټینګښت لپاره دې د ملي خبرو له لارې هڅه وشي
Jun 28, 2023 08:17د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا ویلي چې د سولې د ټینګښت باید د ملي ډیالوګ له لارې هڅه وشي.
-
د لوی اختر په مناسبت په افغانستان کې ۲۱۷۸ بندیان خوشې شول
Jun 28, 2023 08:36د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره د لوی اختر په مناسبت د ۲۱۷۸ بندیانو د خلاصون او د یو شمېر نورو بندیانو د بند موده کمه اعلان کړې.
-
سرپرست حکومت د اهل تشیع حقونو ته پوره پاملرنه کوي
Jun 28, 2023 08:27د افغانستان د بلخ ولایت رسنیز مرکز اعلان کړی چې د دغه ولایت والي پرون د بلخ د شیعه علماوو له شورا سره وکتل او ټینګار یې وکړ چې طالبان د اهل تشیع حقونو ته پوره پاملرنه کوي.
-
چاودېدونکو توکو په دوو کلونو کې ۲۸۱۴ ملکیانو ته مرګژوبله اړولې
Jun 28, 2023 07:45په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما په یوه راپور کې لیکلي چې د نږدې تېردو دوو کلونو پر مهال په لاس جوړ شویو چاودېدونکو توکو په چاودنو کې دوه زره او ۸۱۴ افغانانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
-
د کیسو جنګ (۱۰)
Jun 27, 2023 12:41د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د کیسو جنګ نومي لړۍ په دې برخه کې له ننني (۱۰م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
-
د رڼا سرچینې (۳۴) د خدای رحمت
Jun 26, 2023 10:50د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې زه ... سره د خپل ګران همکار.... د رڼا سرچینې نومي لړۍ له ننني (۳۴م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یم، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې د نساء سورت د ۴۸ آیت شأن نزول څېړو.
-
ورځپاڼو ته کتنه
Jun 25, 2023 13:13د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
-
د امریکا او هند ترمنځ د پوځي همکاریو د زیاتوالي په اړه پاکستان اندېښنه څرګنده کړې
Jun 24, 2023 04:29پاکستان، ټاپو ته د پرمختللو جنګي ټکنالوژۍ د لېږد په ګډون د امریکا او هند ترمنځ د پوځي همکاریو پر زیاتوالي ژوره اندېښنه څرګنده کړې او دا اقدام یې د سویلي آسیا د سولې او ثبات لپاره زیانمن بللی دی.
-
امریکا او هند په افغانستان کې د یوه ټولګډونه سیاسي جوړښت پر اهمیت ټینګار کړی
Jun 24, 2023 01:37د امریکا ولسمشر او د هند لومړي وزیر د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی ولري او د یوه “ټولګډونه سیاسي جوړښت” د جوړولو پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.