-
د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام په اړه امریکا ته د افغان چارواکي خبرداری
Jan 16, 2026 00:58پارسټوډې – د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي خبرداری ورکړی چې د ایران پر وړاندې د امریکا هر ډول پوځي اقدام به یوه لویه تېروتنه وي.
-
طالبانو په افغانستان کې شاوخوا ۲۱ زره دیني مدرسې جوړې کړي دي
Jan 15, 2026 08:32د طالبانو ویاند، ذبیحالله مجاهد، د جنورۍ په ۱۲مه په کندهار کې په یوه دینې مدرسه کې د وینا پر مهال وویل چې په دې مدرسو کې نږدې دوه نیم میلیونه کسان د دیني علومو په زده کړو بوخت دي.
-
د افغانستان په ختیځ کې د زړې مرمۍ د چاودنې له امله ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
Jan 10, 2026 03:52د افغانستان په ختیځ کې د زړې مرمۍ د چاودنې له امله ۲ کسان مړه او ۸ نور هم ټپیان شوي دي.
-
ستوري په لمن کې د عشق چغه (د حافظ شیرازي د ژوند شرحه 14)
Jan 06, 2026 09:06د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ستوري په لمن کې نومې د لړۍ د ستر ایراني شاعرحافظ شیرازي د ژوند د شرحې په مناسبت له ننني څوارلسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو. هیله دغه برخه هم د تیرو برخو په څیر ستاسو د خوښې وړ وګرځي.
-
یونیسف: زرګونه افغان ماشومان لا هم بېړنیو مرستو ته اړتیا لري
Jan 06, 2026 01:56د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یونیسف ویلي چې تېره میاشت په افغانستان کې شاوخوا ۱.۲ میلیونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ لپاره معاینه شوي، چې له دې ډلې نږدې ۳۳ زره ماشومانو درملنه ترلاسه کړې؛ خو لا هم ۸۵۷ زره ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
-
یونیسف: میلیونونه ماشومان په بحرانونو کې له خپلو عمرونو پورته فشارونه زغمي
Jan 05, 2026 02:49د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې میلیونونه ماشومان په بحرانونو کې ژوند کوي چې ماشومتوب یې ترې اخیستی او له خپلو عمرونو پورته پېټي يې پر اوږو بار شوي دي.
-
ایران له افغانستان سره د تېلو چاڼ برخه کې همکارۍ ته لېوالتیا ښودلې
Jan 05, 2026 02:19په بلخ کې د ایران سرقونسل ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له افغان سوداګرو سره د تېلو د چاڼ په برخه کې همکاري وکړي.
-
جې شنکر: له افغانستان سره پراختیایي او بشري مرستو ته دوام ورکوو
Jan 03, 2026 11:13د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر ویلي، افغانستان دا مهال له سختو شرایطو سره مخ دی او اړتیا ده چې یو شمېر ستونزو ته يې جدي رسېدنه وشي.
-
مجاهد: د ښه ګاونډیتوب له مخې مو پاکستان سره د جګړې تمه نه لرله
Jan 03, 2026 10:10د افغان طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، چې د ښه ګاونډیتوب د تګلارې له مخې یې له پاکستان سره د جګړې تمه نه لرله او ټینګار کوي چې جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده.
-
په افغانستان کې د سېلابونو له امله ۱۷ کسان مړه شوي
Jan 02, 2026 02:57د افغانستان ځایي چارواکو اعلان کړی چې د سختو موسمي بارانونو او واورو له امله د رامنځته شویو سېلابونو په پایلې کې لږ تر لږه ۱۷ کسان مړه شوي او له ۱۸۰۰ څخه زیاتې کورنۍ اغېزمنې شوې دي.