د افغانستان او پاکستان سرحدي ځواکونو ترمینځ بیا سخت جنګ  شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i171106-د_افغانستان_او_پاکستان_سرحدي_ځواکونو_ترمینځ_بیا_سخت_جنګ_شوی
پارس ټوډې -  د افغانستان د  طالبانوسرحدي  ځواکونو  ډپاکستان د پولې په سر پر پوځي پُستو د توپونو  ډزې کړي چې  د پاکستان پوځ سخت ځواب ورکړی،  او وئیل کیږي،یوه افغان پوسته ویجاړه شوې ده.
(last modified 2026-02-24T22:04:42+00:00 )
Feb 25, 2026 02:31 Asia/Kabul
  • د افغانستان او پاکستان سرحدي ځواکونو ترمینځ بیا سخت جنګ  شوی

پارس ټوډې -  د افغانستان د  طالبانوسرحدي  ځواکونو  ډپاکستان د پولې په سر پر پوځي پُستو د توپونو  ډزې کړي چې  د پاکستان پوځ سخت ځواب ورکړی،  او وئیل کیږي،یوه افغان پوسته ویجاړه شوې ده.

 زمونږ خبریال د دنیا نیوز له قوله راپور راکړ،  د افغانستان د طالبانو دحکومت سرحدي ځواکونو   د پاکستان  دپوځ له خوا د افغانستان  پر ځینو سیمو  بمباریو وروسته چې  وئيل کیږي، د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي  ترهه ګرو روزنیز مرکزونه ئې په نښه کړي ، په تورخم او تیراه سرحدي سیمو کې  پر پاکستاني پوځي پُستو  ډزې کړې  چې د دواړو خواؤ ترمینځ د شخړې سبب شوي دي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه برید سمدستي  ځواب ورکړی دی . د پاکستان د لومړی وزیر  شهباز شریف د بهرنیو رسنیو ویاند مشرف زېدي په ایکس (پخوانی ټویټر) کې ویلي چې هر ډول نورې پارونکې پيښې ته به سمدستي او سخت ځواب ورکړل شي.

د پاکستان د امنیتي سرچینو له مخې، نښتې د سرحدي سیمې په درو بېلابېلو سیمو کې  شوې او ډزې کابو تر  یو ساعت روانې وې. البته راپورونه ښئ چې د پاکستان د پوځي مامورانو ته کومې مرګ ژوبلې نه دي اوښتي . خو د ځوابي عملیاتو پر مهال د افغان ځواکونو یوه پوسته په نښه او په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده .

 داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد د افغانستان په خاورې د پاکستانیو جنګي الوتکو په  بمباریو  پسې په زغرده وئیلي  دي چې  د پاکستان پوځ به ددغو تیریو بیّه ورکړي او دوي به  یوازې له پوځي ځواکونو دد غه برید غچ  واخلي.